د پراختیايي بودیجې په مصرف کې د ۳ وزارتونو ناغېړي

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون د جرګې نننۍ عمومي غونډه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې، د پوهنې، د ښارجوړونې او د ټولګټو وزارتونو د پراختیايي بودیجې مصرفولو راپور وړاندې کړ.

د دې راپور پر بنسټ، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د روان مالي کال لومړیو ۵میاشتو کې ۷.۱۸ سلنه بودیجه، د ټولګټو وزارت ۱۴.۱۵ سلنه بودیجه او د پوهنې وزارت هم ۵سلنه پراختیايي بودیجه مصرف کړې‌ده.

د مالي او بودیجې کمیسیون راپور پر بنسټ، نوي مالي کال کې نورو بودیجه‌يي واحدونو څخه ۲۵۴ نورې پروژې د ښارجوړونې وزارت ته لېږدول شوې‌دي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون مرستیال عظیم محسني وايي، د دې وزارتونو په پراختیايي بودیجې کې مصرف د اندېښنې وړ خبره ده.

د ښاغلي محسني په وینا، د پوهنې وزارت د خپلو ۲۰۵ پراختیايي پروژو له‌پاره د بودیجې له کموالي او د ښارجوړونې وزارت د خپلو پرمختیايي پروژو پلي کولو له‌پاره د ځمکې له نه‌شتوالي شکایت کوي.

ښاغلی محسني زیاتوي، د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون پرېکړې له‌مخې، د پوهنې او ښارجوړونې وزارتونه باید د خپلو پروژو نوم‌لړ چې د جایداد او استملاک له نه‌شتوالي سره مخ دي؛ دغه کمېسیون ته ولېږي.

د ۱۳۹۷مالي کال بودیجې سند کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له‌پاره ۱۸میلیارده افغانۍ، د ټولګټو وزارت له‌پاره ۱۳میلیارده افغانۍ او د پوهنې وزارت له‌پاره ۴۸۰ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې‌دي.

د ولسي جرګې د ماليې او بودیجې کمېسیون غړیو په وینا، د ۱۳۹۶کال په پرتله د ۱۳۹۷مالي کال په بودیجې کې ۶سلنه کسر راغلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام