حکومت ته د ښوونکيو د تنخواوو لوړېدلو طرحه سپارل شوې

کم حقوق، د سرپناه نه‌لرل او اقتصادي ننګونې تل افغانستان کې د ښوونکیو جدي ستونزې دي.

د حکومت پخوانیو او اوسنیو مشرانو د دې ستونزې د حل له‌پاره ډېرې ژمنې کړي؛ خو د ښوونکیو په ژوند کې تراوسه هېڅ مثبت بدلون نه‌دی څرګند شوی.

د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي سلام‌وطندار سره ځانګړې مرکې کې مني چې د ښوونکیو میاشتنۍ تنخوا بسنه نه‌کوي، زیاتره ښوونکي سرپناه نه‌لري او لسګونو نورو ستونزو سره مخ دي.

د ښاغلي بلخي په وینا، د دې ستونزې حل او د ښوونکیو میاشتنیو حقونو د زیاتولو موضوع تحلیل شوې او د پوهنې وزارت له لوري د یوې تحلیلي طرحې په اډانه کې د نورو اقدامونو له‌پاره حکومت ته سپارل شوې‌دی.

ورته مطالب:

د ښوونکیو معاشونه به د مبایل له لارې ورکول کېږي

د نورستان پولیسو ته د ۴میاشتو معاشونه نه‌دي ورکړل شوي

داعشیان: د جوزجان ښوونکي دې د ۲میاشتو معاشونه راکړي؛ ۷۵ښوونځي پرانیزو

«نی» رسنیو ته: که خپلو کارکوونکیو ته معاشونه ورنه‌کړئ؛ افشا کېږئ

د ده په وینا، د ښوونکیو د معاشونو مقدار د ماليې وزارت له لوري څېړل کېږي.

د پوهنې وزارت سرپرست زیاتوي، د ښوونکیو د میاشتنیو حقوقو زیاتولو ترڅنګ، هغوی ټول هغه شاخصونه چې له رواني او روحي پلوه د ښوونکیو پیاوړي کولو سره مرسته کوي، تر لاس لاندې لري.

ښاغلی بلخي وايي، له ډېرو هڅو وروسته توانېدلي چې له اتو کالو وروسته یو ځل بیا د بست‌ او قدم لوړول ترلاس لاندې ونیسي.

په ورته وخت کې د مالیې وزازت ویاند شمروز خان مسجدي هم د دې موضوع په اړه وايي، د ملکي خدمتونو ټولو کارکوونکیو د معاشونو لوړولو له‌پاره جامع طرحه تر لاس لاندې ده چې ښوونکي هم په‌کې شاملېږي.

د ښاغلي مسجدي په وینا، د اقتصاد، مالیې او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د ملکي خدمتونو کمېسیون استازیو څخه ګډه کمېټه د حکومتي مامورینو د میاشتنیو حقونو زیاتولو طرحې په اړه کار کوي.

له ډېر وخت راهیسې په غونډو کې د ښوونکیو کمو حقونو په اړه اندېښنې مطرحېږي؛ خو تراوسه د دې ستونزې د حل له‌پاره عملي ګام نه‌دی پورته شوی.

دا چې اوسنۍ طرحه هم د یوه وړاندیز په چوکاټ کې پاتې کېږي او که واقعاً د ښوونکیو معاشونه لوړېږي، د وخت په تېرېدو سره به ښکاره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام