
د کورنیو چارو وزیر ویساحمد برمک نن (شنبې) د کابل هوايي ډګر لهپاره د نویو قومندانانو د معرفيکولو پر مهال وویل، ډېر هېوادوال په ځانګړي توګه ښځې او نجونې په کابل هواييډګر کې د امنیتي ځواکونو له ناسم چلن نه شکایت کوي. د ده په وینا، دا وضعیت نهشي زغملی.
د ښاغلي برمک په وینا، له دې وروسته هغو امنیتي سرتېرو سره ـ چې په کابل هواييډګر کې د ښځو او نجونو ځورولو لامل شي ـ جدي چلن کېږي او ان پرته له ځنډه به د ده له لوري صحرايي محکمه شي.

د کورنیو چارو وزیر زیاتوي، د کابل هواييډګر قوماندانان د افغانستان د پولیسو شخصیت څرګندوي او هغوی باید ملکیانو او بهرنیو سیلانیانو سره چلن کې خورا ډېر پام وکړي.
له دې مخکې ځېنو ښځو او نجونو په کابل هواييډګر کې د پولیسو له ناسم چلن او ځورولو نه شکایت کړیو؛ خو دا لومړی ځل دی چې د کورنیو چارو وزیر پهخپله داسې خبرداری ورکوي، که کوم سرتېري د ښځو په ځورولو لاس پورې کړ؛ صحرايي محکمه به شي.





