ایران کې کار؛ په عام‌محضر کې د بربنډتوب او جنسي تېري په بیه دی

له ایرانه راګرځول شوي کډوال، پرته له‌دې چې ټول شتمني له لاسه ورکوي؛ هېواد ته له راستنېدو وروسته نه یوازې سرپناه نه‌لري، بلکې ستړی او سرګردانه ژوند تېروي. دوی ایران ته د تګ او بېرته راګرځولوکېدا بهیر د سختو او ستړیو ترخې او هېښنده کیسه لري.

پلور او پېر، لاس په لاس کېدل، سپکاوی، ځورول، باج‌اخېستل، اجباري کار او له‌دې ټولو ناوړه دا چې په عام‌محضر کې د ټولو په مخکې بربنډول او د انساني‌کرامت له لاسه ورکول؛ د جنسي بدرفتارۍ او جنسي تېري منل؛ هغه موارد دي چې زیاتره کډوال وطنوال او پناه‌غوښتونکي یې په ایران کې تجربه کوي.

په عمر پوخ نظام‌‌الدین له خپل ۱۴کلن زوی سره له ایرانه تازه هرات ولایت ته راګرځول شوی. نوموړی ۷۵ کلن دی شاوخوا یوه میاشت مخکې د کاروبار له‌پاره ایران ته تللی و. نظام‌الدین د ډېرو کړاوونو په ګاللو تر تهرانه ځان رسولی و، سمدستي د ایراني پولیسو له‌خوا نیول کېږي او د هرات اسلام‌کلا ته یې راشړي.

دی وايي، د ایران پوله ساتي ځواکونه په نوې بڼې سره پر افغان کډوالو تاوتریخوالی او غیرانساني چلند ورسره کوي. نظام‌الدین په نیولي غږ او له اوښکو په ډکو سترګو وايي، ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانان په عام‌محضر کې د خلکو په مخکې له سپکاوي او بدرد وروسته بربنډ کړل.

هغه وايي، غوښتل یې ما هم بربنډ کړي؛ خو ما هغوی ته وویل، په‌دې عمر ماته غوره ده چې ومې وژنئ، ما مه بربنډوئ او له‌دې کاره یې لاس واخېست.

د دې ترخو خاطرو د کیسې پرمهال د نظام‌الدین ګونځې او چاودلي لاسونه لړزې نیولي وو، د سترګو اوښکې یې پاکې کړې او ویې ویل، ایراني ځواکونو غوښتل ان مېرمنې هم په عام‌محضر کې بربنډې کړي؛ خو د کډوالو له سخت غبرګون سره مخ شول. د نظام‌الدین سره خوا کې ناست کسان چې د دغو پېښو شاهدان دي؛ هڅه یې کوله چې هغه له‌دې خبرو ایسار کړي؛ خو د دغه دردېدلی سپین‌ږیږي زړه د ایراني سرتېرو له ناسم چلند څخه ډک و.

صبریه (مستعار نوم) د منځني عمر مېرمن ده. دا د کندوز اوسېدونکې ده. د قاچاقبرو له‌خوا غولول شوې او ټول شته او جایداد یې پلورلی دی او پلان یې درلود چې له خپلو درېیوو زامنو سره د ایران له لارې ترکیې ته ولاړه شي؛ خو د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا نیول کېږي او بېرته یې د هرات اسلام‌کلا ته راګرځوي.

د صبریې سترګې هم له اوښکو ډکې دي او د ایراني پوله‌ساتو له بدرفتارۍ، باج‌اخېستنې او غیرانساني چلنده ګیله لري. نوموړې ادعا کوي چې ایراني پوله‌ساتي د افغانانو په بې‌وزلۍ سوداګري کوي. د کډوالۍ ستونزو د خبرو له ځواکه بې‌برخې کړې‌ده. د بېرته راګرځولو پرمهال د لارې په اوږدو کې ۷ ایراني پوستو له‌دې مېرمنې په هره پوسته کې له ۷۰ تتر ۱۰۰ زرو تومان باج‌اخیستی دی.

نوموړې مېرمن وايي، ایراني پولیس هلکان د خپل مور او پلار په مخکې وهي ټکوي چې له‌دې لارې له هغوی زیاتې پيسې واخلي. صبریه زیاتوي، سلګونه افغانان په‌دې دلیل چې پیسې نه‌لري چې د ځان خلاصون په خاطر یې ایراني پولیسو ته ورکړي په میاشتو ـ میاشتو ایراني کمپونو کې بندیان دي او توانه پورته کارونه پرې کوي.

په ایران کې د افغان کډوالو دردناکې کیسې یوازې د پولیسو په ناوړه چلند نه راخلاصېږي، بلکې انساني قاچاقیان هم پر کډوالو او پناه غوښتونکیو ظلم زیاتی کوي.

فهیم ۱۵ کاله عمر لري چې تازه له خپل ترورزي سره چې هغه هم ماشوم دی، له ایرانه راستون شوی‌دی. هغه د نیمروز او پاکستان په پوله څو ځلې د انساني قاچاقیانو، وسله‌والو غلو او د پاکستان محلي پولیسو له لوري پېراو پلور شوی، تر هغو چې له ۱۲ ورځو وروسته ایران ته رسېدلی دی.

فهیم په‌دې سختې لارې باندې د قاچاقیانو له لوري په ماشومانو د جنسي تېري شاهد هم دی.

هغه وايي، قاچاقیانو زموږ ټولې پيسې واخېستې، ټولې، حتا ښځې یې هم په لغتو ووهلې، په هلکانو یې جنسي تېري وکړل او په اخر کې یې په پاکستانیو ملېشو وپلورل. پاکستانیو ملېشو هم د هر نفر پر سر ۱۰۰زره تومان واخېستل او ایراني قاچاقبرانو ته یې ورحواله کړل.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکیو چارو رییس جاوید نادم وايي چې په ۲میاشو کې له ۲۴ زرو نه ډېر افغانان په اجباري ډول له ایرانه راستانه شوي چې ۴۰۹ تنه بې‌سرپرسته ماشومان او ۱۲ ښځې هم په‌کې شاملې دي.

په هرات کې د بشري حقونو کمېسیون ساحوي رییس عبدالقادر رحیمي وايي چې په هېواد کې د ماشومانو قاچاق په سازمان شوي او پیوسته ډول د مافیايي کړیو له لوري ترسره کېږي.

ښاغلي رحیمي همدا ډول په ایران کې د افغان وګړیو د بشري حقونو وضعیت اندېښمنوونکی وبللو او وايي، په ایران کې د افغانستان نماینده‌ګیانې مسوولیت لري چې په دې هېواد کې د افغان وګړیو بشري حقونه وپلټي او له ایراني چارواکیو سره یې په اړه خبرې وکړي.

د ښاغلي رحیمي په وینا، د ماشوم ـ انسان قاچاقیان له ۱۰ تر ۱۸ کلونو پورې ماشومانو ته دوکی ورکوي او بیا یې د ګټنې له‌پاره نورو هېوادونو ته لېږي.

د ماشومانو د قاچاق په اړه د افغانستان قانون‌جوړوونکیو د جزا ګوډ کې د ۵۱۱ مادې په ۲ فقرې کې د ماشوم قاچاقي ته د جرم د سزا ورکولو په اړه داسې تصریح راغلې ده: «هر کله چې مجني‌علیه، ماشوم یا ښځه وي، یا ترې په نڅا کې استفاده شوې‌‌وي، مرتکب له لسو کلونو نه په ډېر بند محکومېږي.»

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، تر اوسه له افغان کډوالو سره د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو د بدرفتارۍ په اړه کوم راپور نه‌دی ورکړل شوی او که‌چېرې شکایتونه ور ورسېږي؛ له ایراني چارواکیو سره به مخامخ خبرې وکړي.

په هرات کې د ایران استازی له افغان کډوالو سره د دې هېواد د ا منیتي ځواکونو بدرفتار ردوي او وايي، هر څوک چې قانوني اسناد او پاسپورټ ونه‌لري؛ په ایران کې د پاتې کېدلو او ګرځېدلو اجازه نه‌لري.

که څه هم د انساني قاچاق پر ضد مبارزه، د قاچاقيدونکیو ماشومانو د ساتنې او ملاتړ په پار مثبت ګام دی؛ خو د قانون نه حاکمیت او د قاچاقیانو د نیولو په برخه کې ناغېړي د سازمان شویو قاچاقیانو د پراخ فعالیت سبب شوې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام