ډاکټر عبدالله: د سردار محمد داود‌خان روغتون د برید عاملان طالبان دي

د ملي یوالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټرعبدالله عبدالله نن دوشنبې د (مارچ پر ۱۳مه) د وزیرانو شورا غونډه کې د تېرې اوونۍ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او زیاتره تمرکز یې د سردارمحمد داودخان روغتون په خونړۍ پېښه و، چې ۴۹ تنه په کې وژل شوي او ۷۶ تنه ټپیان شوي وو.

اجرایوي رییس د سردارمحمد داودخان په روغتون خونړی برید د ترهګرۍ وروستی حد وبللو او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې ډېرې ترهګرې ډلې فعالیت کوي، خو د سردار محمد داود خان روغتون د پېښې اصلي عاملان طالبان دي؛ ځکه همدوی وو چې په افغانستان کې یې نورو ترهګرو ډلو ته د بریدونو او ورانکاریو زمینه برابره‌کړه.

ډاکټرعبدالله همدا ډول وویل، چې د ملي یوالي حکومت د ټاکنو د ترسره کولو له‌پاره جدي هوډ لري او د رڼو ټاکنو په موخه د نویو لارو چارو په لټو کې دی.

اجرایوي رییس عبدالله د وزیرانو شورا غونډې ته دا هم زیاته کړه، چې افغانستان د پولیو ناروغي سره په مبارزه کې هم یوې حساسې مرحلې ته رسېدلی او د دې ناروغۍ د له‌منځه وړلو په برخه کې د نورې نړۍ کچې ته نږدې شوې‌دی. نوموړی د روغتیا وزارت ترڅنګ له وزارتونو هم وغوښتل، چې د پولیو په له‌منځه وړلو کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام