چين له پاکستان سره داسې پروژه لاسليکوي، چې افغانستان ته یې هم ګټه رسيږي

د چین ولسمشر (شي جین پینګ) د یو پلاوي په مشرۍ نن دوشنبه ( ۲۰۱۵ م زېږدیز/ اپریل ۲۰) د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر ورسېد.

په دغه سفر کې به د چیني چارواکي دپاکستان سره د ځېنو سترګو پروژو هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي ، چې یوه هغه یې د چین او پاکستان ترمنځ لویه غزېدلې لاره ده.

دا تړون د (CPEC)  دهلیز په نامه ياديږي، چې چین د پاکستان له لارې له منځني ختیځ، اروپا او افریقا سره نښلوي.

دغه سوداګريزه لاره یا دهلیز به د چین له شمال ختیځ ښار کاشغر څخه پېل او د پاکستان د بلوچستان تر ګوادر بندر پورې غځېږي، چې ۳۰۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري.

د راپورونو پربنسټ يادې پروژې لګښت ۴۶ میلیارډه ډالره اټکل شوی او په ۲۰۳۰ کال کې به بشپړه شي، چې پکې د لویو لارو، د اوسپنې پټلیو او د ګازو د نللیکې جوړول شامل دي.

د صدر اعظم نواز شریف او د دغه هېواد د پوځ د مشر په ګډون تقریبا ټوله کابینه د شي جي پینګ د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلي وو.

پاکستان دا د ځان لپاره یوه تاریخي ورځ بللې. 
همدارنګه داسې هم ويل کيږي، چې چین غواړي په دې پروژه کې افغانستان هم شامل کړي، ځکه دغه لاره  د افغانستان د دریو ختیځو ولایتونو نورستان، کونړ او ننګرهار تر څنګ تېرېږي.

له ۹ کلونو ځنډ وروسته شي جین پینګ لومړی ولسمشر دی، چې اسلام اباد ته سفر کوي.

اسلام اباد هیله ښودلې، چې د پاکستان د اړیکو په تاریخ کې به دغه پېر یو تاریخي او برخلیک بدلونکی پېر وي.

له دې مخکې پاکستان ته د چین ولسمشر سفر ۳ ځلې ځنډېدلی و.

د پاکستان د لومړي وزير له دفتره تر هوايي ډګره پورې د غځیدلي سړک په دواړو خواوو د چین ولسمشر او پاکستان لومړي وزیر انځورونه او د ښه راغلاست پیغامونه ځړول شوي و.

په همدې ډول د ۲۱ توپونو په ویشتلو سره یې شي جین پینګ او ورسره پلاوي ته هرکلی وکړ.

له څو ورځو راهیسې په اسلام آباد کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د شي جین پینګ میرمن هم په دې سفر کې د یاد پلاوي ملتیا کوي.

د پاکستان خاورې ته د چین ولسمشر د الوتکې په دننه کېدو سره د یو شمېر پاکستاني جیټ الوتکو له لوري د هرکلي مراسم پر ځای شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام