د پکتيا د ولايتي شورا او ښځو چارو رياست مسولينې وايي، عدالت او بشري حقونو ته د ښځو لاس رسی زيات شوی، خو لا هم په يو شمېر سيمو کې د کلتوري ستونزو او ځايي دودونو له امله نه شي کولای، په ډاډه زړه عدلي او قضايي ارګانونو او بشري حقونو ته مراجعه وکړي.
دغو چارواکو دا څرګندونې د توامندي موسېسې له لوري د بشري حقونو او عدالت ته د ښځو لاس رسي غونډه کې وکړې.
د پکتيا د ولايتي شورا غړې ګلالۍ سلېمانخيل وايي، چې بشري حقونو او عدليه ارګانونه ته يو شېمر ښځينه تګ کولي شي، خو لا يې هم پر وړاندې ډېرې لويې ستونزې پرتې دي.
د ښځو چارو رياست مسولینې وايي، چې د پخوا په پرتله د ښځو په ژوند کې زيات توپير ليدل کېږي او زیاتوي، چې د لرې پرتو ولسوالیو ښځې عدالت او بشري حقونه نه پېژني.
د ښځو چارو ريسه نسرين اورياخېل يې لاملونه د ښوونې او روزنې نشتوالی، ښځو ته د اسلامي حقونو نه ورکول او کلتوري ستونزې په ګوته کوي.
په ورته وخت کې د پکتيا يو شمېر لوستې نجونې وايي، چې عدالت او بشري حقونو ته د ښځو نه لاس رسي لاملونه نالوستي بولي.
دغه نجونې وايي، چې د ډېرو مېرمنو او نجونو لیک او لوست نه دی زده او له همدې امله له خپلو بشري حقونو نه نا خبره دي.
په دې اړه د سوریې او اسما په نوم نجونو سلام وطندار ته وویل، بشري حقونو، عدلیي او قضايي ارګانونو ته د مېرمنو او نجونو نه لاسرسی د پوهې د کچې ټیټوالی دی.
دوی زیاته کړه، چې که دوی ته په دې برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شي؛ ښايي په راتلونکې کې له ستونزو سره مخ نه شي.
په سويل ختيځ زون کې د بشري حقونو سيمه یيز دفتر دا مني، چې ښځو ته دومره ازادي نه ده ورکړل شوې، چې خپل حقوق د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې تر لاسه کړي.
د بشري حقونو سيمه یيز دفتر د ښځو څانګې مشره زرمينې شمس سلام وطندار ته وویل، چې د سږ کال په دريو مياشتو کې په پکتيا او خوست کې د ښځینه ستونزو ۷۵ داسې پېښې ثبت شوي، چې د خپلو حقونو او پېښو د څيړولو غوښتنه يې کړې دي.
په ډېرو پښتون میشتو سيمو کې پښتنې مېرمنې د عدالت او محاکمو په اړه معلومات نه لري او تر ډېره ښځې له ښوونې او روزنې نه بې برخې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په اسلام کې نارینه او ښځې ته د زده کړو کول فرض ګڼل شوي دي.