د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، له څه مودې راهیسې د اچین ولسوالۍ په ځېنو سیمو کې د دوو مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ نښتې کیږي، چې یو بل ته مرګ ژوبله اړوي.
د سرچینې په خبره، تراوسه داسې راپورونه هم ور رسیدلې دي، چې یوه ډله له دوی نه پر بلې ځواکمنه شوې ده او ځېنې سیمې په خپله ولکه کې راوستي دي.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي سلام وطندار ته د ټلیفون پر کرښه وویل، چې د دغو ډولو د هویت په اړه څه نه شي ویلی، خو وايي، چې یوه ډله پر بله هغې برلاسې شوې ده او د مخالفې ډلې نه يې ځينې ځایونه نیولي دي.
هغه زیاتوي، چې دواړه ډلې د افغانانو د سولې او ثبات د دښمنانو په نوم پېژني او د دواړو په اړه د افغان امنیتي ځواکونو دریځ یو دی.
بل لوري ته د شینوارو او اچین ولسوالیو ځېنې اوسېدونکي ادعا کوي، چې د یادو ولسوالیو په ځېنو سیمو کې د داعش وسلوالې ډلې او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي او هغه سیمې چې پخوا د طالبانو په ولکه کې اوس د داعش په ولکه کې دي.
د اچین ولسوالۍ د ( پېښې) سیمې یو تن اوسېدونکي عبدالرحمان احمدي، سلام وطندار ته له سیمې نه د ټیلیفون پر کرښه وویل، د اسلامي امارت او داعش وسلوالې ډلې ترمنځ له څه مودې راهیسې جګړه روانه وه، اوس د یادې ولسوالۍ ځېنې هغه سیمې چې پخوا له وسلوالو طالبانو سره وې؛ داعش نیولي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په هغو سیمو کې چې د وسلوالو طالبانو او داعش وسلوالې ډلې ترمنځ نښتې شوي دي؛ عامو خلکو ته په کې زیان نه دی رسېدلی .
په ننګرهار کې رسمي امنیتي سرچینې هم د یادو دواړو وسله والو مخالفو ډلو ترمنځ نښتې تاییدوي.
د دې ولایت امنیه قومندان فضل احمد شېرازد، تېره ورځ په یوه خبرې غونډه کې رسنیو ته وویل، چې د شینوارو د هسکې مینې، اچین او سپین غر ولسوالیو په ځېنو سیمو کې د دوو مخالفو وسلوالو ډلو ترمنخ نښتې شوې دي، چې تر دې مهاله په کې له دواړو غاړو نه شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
د هغه په وینا، یادې نښتې د ډیورڼد کرښې سره نېږدې شوي دي. خو هغه په دې نښتو کې د کومې ډلې د بریا او پوره ځواک په اړه رسنیو ته څه ونه ویل.
وسله والو طالبانو او داعش وسلوالې ډلې تراوسه پورې د ننګرهار په سرحدي ولسوالیو کې د خپلمنځي نښتو په اړه کومه تبصره نه ده کړې .