د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «اېف، بي، ای» ځانګړي هیئت تازه خپرې شوې څېړنې په غبرګون ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا د ټاکنو خلاف کمپاین پیل کړ. په داسې حال کې چې ما ډېره موده وروسته د ټاکنو لهپاره خپله نوماندي اعلان کړه؛ په دې توګه د ټاکنو پایله د دې موضوع تراغېز لاندې نه ده راغلې.
د «اېف، بي،ای» ځانګړي هیئت رابرت مولر ډلې په خپل ۳۷ مخیز څېړنیز راپور کې د ټرمپ ټاکنیز کمپاین ډلې سره د روسیې د مرستې په اړه کاږلي چې ۱۳ روسي وګړي او ۳ روسي بنسټونو په ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.
د دې راپور پربنسټ هغو روسي وګړو چې د روسیې انټرنیټي څېړنو بنسټ ته یې کار کولو د هویت په جعل، د لاریونونو په لاره اچولو او د امریکا ټاکنو ته د لورې ورکولو برخه کې یې زرګونه ټولنیزې پاڼې جوړې کړې وې. او په دې چاره کې یې لاس درلود.
یو له هغو کسانو چې «اېف، بي، ای» یې نوم اخیستی، یوګني پریزګوزین دی چې د پوتین له نږدې کسانو څخه دی.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د دې راپور په اړه غبرګون ښودلی او ویلې یې دي، ناممکنه ده چې روسیې د څو میلیاردو ډالرو بودیجې په تخصیصولو سره د جاسوسۍ دا ډول پروژه په لاره واچوي او د خواله رسنیو له لارې عامه افکار متاثر کړي.
د امریکا د ۲۰۱۶ کال له ټاکنو وروسته د دې هېواد امنیتي ارګانونو په ځانګړي ډول د فدارل تحقیقاتي ادارې (اېف. بي. آی)، ټاکنیزې ډلې، نږدې کسانو او د ښاغلي ټرامپ کورنۍ هغه له روسیې سره په همکارۍ تورن کړ.
وروسته د امریکا لویې څارنوالۍ د رابرت مولر په مشرۍ د «اېف. بي. آی» یو تحقیقاتي ډله وګومارله چې د امریکا په ټاکنو کې د روسيې لاس لرل وپلټي.