ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله لیکلي چې څلور افغانان د اصفهان پر زاینده سیند تړل شوي بند کې ډوب شوي دي.
د اصفهان ولایت د کړکېچ عمومي مدیر منصور شیشهفروش ایراني رسنیو ته ویلي چې یاد کسان چې درې ښځې او یو نارینه دی، د دغه ولایت په زاینده سیند تړل شوي بند کې د لامبو پر مهال ډوب شوي دي.
د نوموړي په خبره، دغه کسان هغه مهال ډوب شوي چې یوه د لامبو لپاره بند ته ځان ور اچولی او کله چې هغه ډوب شوی، درېوو نورو د لومړني هغه د ژغورلو لپاره یو پر بل پسې اوبو ته ځانونه ور غورځولي دي.
شیشهفروش ویلي چې د مړو شویو افغانانو جسدونه موندل شوي او له اوبو را ایستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې ایراني ځواکونو یوشمېر افغان کارګران سیند ته ورغورځولي وو.
په تازه پېښه کې ایراني پولیسو د دغه هېواد په یزد کې د افغان کډوالو یو موټر په نښه کړ چې له کبله یې موټر اور واخیست او درې کسان پهکې ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.
دغو پېښو په هېواد او نړۍ کې د ایران پر وړاندې د افغانانو توند غبرګونونه راوپارول.
ټاکل شوې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر راتلونکې اوونۍ په ایران کې د افغان کډوالو د قانوني کولو او د یادو پېښو د څېړلو لپاره ایران ته ولاړ شي.