ځېنې کړۍ د خپل فساد پټولو په موخه له فساد سره د مبارزې ادارې لغوه کولو هڅه کوي

د اداري فساد سره د مبارزې ادارې کارکوونکي وايي، په حکومت کې د ننه ځېنې کړۍ د خپل کړي فساد دوسیو خوندي ساتلو په موخه د دغې ادارې د لغوه کولو پوره هڅه کړې.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې لسګونو مامورینو نن ورځ په یوې اعتراضیه غونډه کې د دې ادارې د لغوه کېدو او د مرکزي احصایې ادارې ته له فساد سره د مبارزې ادارې ودانۍ سپارلو په اړه د ولسمشر فرمان ناقانونه وبللو او ویې ویل، په حکومت کې دننه هغه کړۍ چې په دې اداره کې یې د فساد دوسیې پرتې دي؛ په پوره توان هڅه کوي دغه اداره لغوه شي.

د اعتراض کوونکیو په خبره، دغې ځانګړې کړۍ ولسمشر غني اغفال کړی دی او د مرکزي احصایې ادارې ته یې له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې سپارلو حکم پرې لاسلیک کړی دی.

دوو تنو اعتراض کوونکیو نقیب الله او فرېبا حنیفي وویل، له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره ولایتونو کې ۶ حوزې لري چې په مرکز کې له ۴۰۰ زیات او هره حوزه کې په منځنۍ کچه ۲۰ کارکوونکي موجود دي؛ چې د دغې ادارې په لغوه کېدو به هغوی بې‌برخلیکه شي.

دوی وايي، دغې ادارې د هغو دولتي مامورینو د فساد دوسیې څېړي چې په لوړیو دولتي بستونو کې کارکوي او دې نه پرېږدي چې محاکمه شي

اعتراض کوونکي وايي، د دغې ادارې لغوه کول او له بلې ادارې سره یو ځای کول یې د پوښتنې وړ خبره ده او حکومت باید ځواب ووایي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي وايي، له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې مشر سید حسین فخري له وړاندې په جریان کې و.

د ښاغلي مرتضوي په خبره، ولسمشر دغه پرېکړه په غور سره نیولې ده.

اعتراض کوونکي وايي، که غږ یې وانه‌ورېدل شي؛ اعتراضونه به وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام