ځېنې افغانان لا ۱۰ پېژندپاڼې هم لري

پرون رسماً د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې بهیر پیل شو او ټاکل شوې، په شرایطو د برابرو راییو ورکوونکیو نوم‌لړ د کاغذي پېژندپاڼو پر بنسټ مشخص شي.

خو د نفوسو د احوالو ثبت ادارې مسوولان د کاغذي پېژندپاڼو لرونکیو هېوادوالو د شمېر په اړه کره معلومات نه‌لري.

د یادې ادارې ویاند روح‌الله احمدزي سلام وطندار ته وویل، په‌دې ډله کې داسې کسان هم شته چې په یو سر ۱۰ تذکرې لري. د ده په خبره، یو شخص له ولایته کابل ته د پېژندپاڼې په اخېستلو پسې راځي؛ خو چې بېرته ولایت ته وګرځي؛ هلته هم پېژندپاڼه اخلي.

د نفوسو د احوالو ثبت ادارې د اټکل پر بنسټ، افغانستان کې شاخوا ۲۰ یا میلیونه وګړي کاغذي پېژندپاڼې لري چې دا شمېره سمه کره نه‌ده.

د نفوسو د احوالو ثبت ادارې ویاند زیاتوي چې د افرادو د مشخصولو یوازینۍ حل‌لار د برېښنايي پېژندپاڼو وېش دی.

د ولسي جرګې غړي محی‌الدین مهدي سلام وطندارته وویل چې د یو کس له‌خوا د لسو پېژندپاڼو اخېستل جدي ستونزه ده.

د ده په وینا، که یو څوک هر څو پېژندپاڼې ولري؛ په هماغه اندازه د رايي‌اچوونې کارتونه اخېستلی او رایې ورکولی شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې وسیمه بادغیسۍ وايي چې د رایو ورکوونکیو نوم‌لیکنې نوم‌لړ د کمېسیون له‌خوا په قلمي بڼه جوړېږي؛ خو د څوو پېژندپاڼو لرلو ستونزې ته باید حل پیدا شي.

اغلې بادغیسۍ د دې ستونزې د حل په اړه وايي چې د نفوسو د احوالو ثبت ادارې دا مسله د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره نه‌ده شریکه کړې.

شنونکي باوري دی چې که یو شخص پېژندپاڼه تذکرې ولري؛ په یو وخت کې د خپلې خوښې نوماند ته څو ځایه رایه ورکولی شي چې د قلم په‌واسطه د رایو ورکوونکیو نوم‌لیکنې ثبت بهیر دا ستونزې زیاتوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام