ځينې وزارتونه د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې مرسته نه کوي

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې چارواکي وايي، چې یو شمېر وزارتونه د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ناغېړي کوي.

د یادې کمېټې رییس یما ترابي د خپلو ارزونو د اتم راپور خپرولو پر مهال رسنيو ته وویل، چې د ګډوالو چارو، عامې روغتیا، عدلیې، ښارجوړونې او پارلماني چارو وزارتو کې د اداري فساد پر وړاندې تیت او پرک مبارزه روانه کړې.

هغه د بهرنيو چارو وزارت او عدليې او قضايي بنسټونو په اړه زیاته کړه، چې دغه وزارتونه د اداري فساد پر وړاندې هيڅ ډول مبارزه نه کوي.

دوی دغه راپور په شپږو میاشتو کې چمتو کړی.

یما ترابي د پنجشنبې په ورځ د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې یوشمیر دولتي ادارې او خپلواک ریاستونه د اداري فساد پر وړاندې ورسره مرسته نه کوي.

د دې کمېټې استازي وايي، درې میاشتې وړاندې یې بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې، چې په دغه وزارت کې د ګومارنې په اړه له سره ارزونه وکړي، خو په وينا يې تر اوسه دغه وزارت د دوی پرسپارښتنو غور نه دی کړی.

یما وايي، چې په بهرنیو چارو وزارت کې تر یوه بریده ډيپلوماتان او ټيټ رتبه مامورینو ګومارنې تنظیم، سمتي او خپلوي اړخ نیولی دی.

دغه راز، د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمېټه وايي، چې د تدارکاتو تعدیل شوی قانون او یوشمېر ارزول شوي تړونونه دغې کمېټې نه دي ترلاسه کړي، ځکه دوی وايي، چې د لندن په کنفرانس کې د ملي یووالي حکومت مشرانو ژمنې کړې وې، چې د اداري فساد پرضد مبارزې ټول راپورونه به یادې کمېټې ته سپاري.

خو د اداري فساد پروړاندې د څار کمیټه بیا د یو شمیر وزارتونو له همکارۍ خوښي وښوده.

دوی وایي، د کار ټولنیزو چارو، شهیدان او معلولینو وزارت ته يې سپارښتنه کړې وه، چې د دې وزارت اداري سیستم کې سمون او په فساد کې ښکېل کسان عدلي او قضايي بنسټونو ته ور وپېژني.

یما ترابي زیاته کړه، چې یاد وزارت په اداري سیستم کې سمون راوستلی او ۷۵۰  کسان یې د جعلي کارتونو په تور لوی څارنوالۍ ته ورپيژندلي دي.

د نوموړي په وینا، د معلول او یاهم د شهید ورثې په نوم د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت یوشمیر اړمنو ته د کارتونو له مخې مرستې ورکوي، چې په دې ۷۵۰ کسانو کې داسې کسان و، چې دوی یو دوه یاهم درې کارتونه جعلي جوړکړي و.

دغه راز، یما ترابي وايي، چې ۲۵ د کار وزارت کارکوونکي هم د دغو جعلي کارتونو په جوړولو کې ښکېل وو او لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

په ياده خبري ناسته کې د دې کمېټې اجرایوي رېیس راشد بهروز وویل، چې دوی ته ۸ وزارتونو او ۴ خپلواکو ادارو د خپل ۱۰۰ ورځني کار راپورونه ورکړي دي، چې په دې راپورونو کې دوی د ښځو چارو وزارت ۲ پاڼيز او نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت ۲۴ پاڼیز راپور نمونو یادونه وکړه.

د اداري فساد پر وړاندې یادې کمیټې د ملي یووالي حکومت له راتګ سره ۳۸۰ سپارښتنې ۳۰ دولتي او خپلواکو ریاستونو ته سپارلي دي.

په همدې اړه خبري غونډې ته د دغې کمیټې بل غړي درکوکاس وویل، چې په افغانستان کې د اداري فساد پروړاندې مبارزه کې اوس زیات خلک له دولته ناهیلي شوي دي.

یاده دې وي، چې دغه کمېټه ټينګار کوي، چې دوی وړاندیزونه دې وزارتونه د کار په عملي پلانونو کې دننه او د عملي کېدو سره سم دې یې په خپلو انټرنیټي ویبپاڼو کې هم خپاره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام