«ځانګړیو ځواکونو بټي‌کوټ کې ۴ ملکیان وژلي»

د ننګرهار بټي‌کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، تېره شپه د دې ولسوالۍ جانی‌خېلو سیمه  کې د ځانګړیو امنیتي ځواکونو له لوري د ملکيانو پر یو کور چاپه وهل شوې چې ۴ کسان په‌کې وژل شوي‌دي.

د بټي‌کوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، دې پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي چې څلورو واړو مزدوري کوله.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي یوازې همدومره ویلي، چې بټي‌کوټ کې د ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې یو شمېر کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښتې او په‌دې اړه له ډېرو معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

دا داسې مهال ده چې درې ورځې مخکې هم د ملي امنیت اړوند ۰۲ قطعې د ننګرهار چپرهار کې د عملیاتو پر مهال د محلي پولیسو تر څنګ د ملي شورا د رییس فضل‌هادي مسلمیار د کورنۍ څو غړي په نښه کړي‌وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام