د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې نن سهار د ولسمشر په مشرۍ او دهیواد د سیاسي، ملي شخصیتونو او د کابینې د غړیو په ګډون مشورتي غونډه جوړه شوه، چې پهکې د "ملي اسلامي محاذ ګوند" او د سولې عالي شورا مشر د جنازې او فاتحې د ترسره کولو مراسمو لهپاره ځانګړی کمېسیون د سولې عالي شورا د مرستیال کریم خلیلي په مشرۍ جوړ شوی دی، څو دا چارې په سمه توګه تنظیم کړي.
پېر سید احمد ګيلاني تېره ورځ د کابل په یوه روغتون کې د ۸۴ کلنۍ په عمر ومړ.
داسې ویل کيږي، چې د پیر ګیلاني د جنازې مراسم به سبا په ارګ کې ترسره شي او له هغې وروسته د ننګرهار ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې په خپلې پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
د پیر سید احمد ګیلاني ژوند ته لنډه کتنه
پیر سید احمد ګیلاني په ۱۳۱۱ ل کال د ننګرهار ولایت سرهرود ولسوالۍ کي د طریقت د لوی مرشد مرحوم نقیب په کور کې وزېږید.
هغه لومړنۍ زدهکړې په امام ابوحنیفه مدرسه کې وکړې او د کابل پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي نه فارغ شو.
ګیلاني د ولسواکۍ په لسیزه کې د ۱۳۴۳ل کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې د یو اغېزمن او مطرح شخص په توګه فعال ګډون وکړ.
هغه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد پرمهال د افغانستان د دفاع په موخه د خپلو پلویانو مشري او رهبري په غاړه واخیسته.
وروسته بیا د جهادي تنظیمونو د قیادي شورا رئیس او د عبوري حکومت د قاضي القضات په توګه وټاکل شو.
پیر ګیلاني له افغانستان څخه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته د افغانستان د جهادي رهبر په توګه جهادي تنظیمونه، مشران او د افغانستان خلک سولهییز ژوند، یووالي، اتحاد او د هېواد په ودانولو کې فعال ګډون ته وهڅول.
د محاذ ګوند پخوانی مشر د خپلو کوښښونو په ترڅ کي په ۱۳۷۷ کال کې د سیاسي ټولنو، جهادي او علمي شخصیتونو په همغږۍ د "سولې یووالي ټولنه" جوړه کړه او په بُن کنفرانس کې یې د هیواد د سوکالۍ او افغان ولس د هوساینې په موخه ولسواک نظام را منځته کړ.
هغه د افغانستان د اوسني اساسي قانون په جوړښت کې هم د افغانستان د جهادي رهبر، روحاني او ملي مشر په توګه پام وړ رول درلود.
د پیر ګیلاني په اړه د سیاسي شنونکو نظرونه
د چارو څېړونکی معین مرستیال وايي، چې پیر سید احمد ګیلاني د افغانستان په تاریخ کې د قومونو او بېلابېلو حکومتونو ترمنځ یو سوله خوښوونکی شخصیت و او د محمد ظاهر شاه او د هېواد لومړي جمهور رییس داودخان په حکومتونو کې يې ډېر مهم رول درلود.
د نوموړي پرخبره، پیر سید احمد ګیلاني د ثور له کودتا وروسته پاکستان ته مهاجر شو او هلته يې د روحاني ژوند ترڅنګ يې سیاسي مبارزه پېل او یو تنظیم یې هم را منځ ته کړ.
ده هماغه وخت په خپل جوړ شوي تنظیم باندې د "ملي اسلامي محاذ" نوم کېښود او څو ورځې وروسته يې مشري هم پرغاړه واخیسته.
د معین مرستیال پر خبره، د پير سید احمد ګيلاني ژوند دوه مهمې برخې لري.
د هغه پر خبره ده د روسي پوځ سره تر وروستۍ نیټې پورې جهاد ته دوام ورکړ او دویم دا، چې هغه په افغانوژنو کې ګډون نهدرلود، ځکه پر وینا يې د جګړې په نتیجه کې حکومتي چارې پرېښودې او بېرته له خپلو پلویانو سره پاکستان ته مهاجر شو.
له بل لوري د سیاسي چارو بل شنونکی محمد یونس فکور وايي، چې پيرګیلاني د افغانستان د سولې او افغانانو لهپاره یوه ستره ضایعه ده او له پخوا نه دی د افغانستان په چارو کې دخیل و.
د هغه پر خبره، پیرسید احمد د ډاکټر نجیبالله له حکومت سره د سولې کولو ډيره لیوالتیا درلوده او د افغانانو لهپاره د دموکراسۍ غوښتونکی شخص و.
په همدې حال کې فردوس کاوش بل څيړونکی وايي، چې پیر سید احمد ګیلاني د قادریه طریقې مشر و او د طالبانو د حکومت تر پرځېدو پورې يې په سیاست کې خاص رول نه درلود، خو شخصا سره د کورنۍ یو مډرن او لیبرال و، ځکه کورنۍ يې ټولې تحصیلکرده دي.
د پیر سید احمد ګیلاني وروستۍ دنده د سولې عالي شورا مشري وه او د ده په وخت کې د حکومت سرسخت مخالف ګلبدین حکمتیار هم د ملي وحدت له حکومت سره سوله وکړه.