پکتیا کې ۳ ولسوالۍ په تېرو ۱۴ کلونو کې یو ۱۲م پاس هم نه لري

په تېرو ۱۳ کلونو کې افغانستان ته د بهرنيو هېوادونو له لوري په ميلياردونه ډالره مرسته وشوه، خو د ځینو په اند په يو شمير ولايتونو کې د خلکو په ژوند کې د پرمختګ زیات توپير نه لیدل کیږي.

د پکتيا درې ځدارڼ مېشتي ولسوالۍ په همدې کتار کې راځي، چې ان د ژوند له لومړنیو اسانتياوو، بې برخې پاتې دي.

د وزې ځدراڼ، ګردې څېړۍ او ښواک ولسوالیو یو شمیر اوسيدونکي وایي، چې په پوهنې، پرمختيايي چارو او روغتيايي برخو کې له ګڼو ستونزو کړېږي.

دغه خلک وايي، په درې واړو ولسواليو کې يوازې يوه لېسه لري، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د دولسم ټولګي فارغ نه لري.

د ښواک ولسوالۍ يو قومي مشر قادرخان  د خپلې سيمې د ستونزو په اړه سلام وطندار ته وويل، چې  دغو درېیو ولسواليو ته هيڅ پام نه دی شوی او د بیا رغونې هيڅ ډول کار په کې نه دی شوی.

حاجي بنګي، چې د ګردې څيړۍ د سيمه یيزې شورا غړی دی، له ورته ستونزو څخه شکايت کوي او وايي په حکومت کې داسې څوک نه لري، چې د دوی غم وخوري.

بنګي وايي، چې په يادو ولسواليو کې ډاډمن امنيت هم شته، خو  چارواکو يادې ولسوالۍ هېرې کړې دي.

د پکتيا د ولايتي ادارې چارواکي هم دا منې، چې په يادو ولسواليو کې ستونزې بیخي دیرې دي .

د پکتيا مرستيال والي عبد الولي سهې سلام وطندار ته وويل، چې د يادو ولسواليو له پاره په راتلوونکې کې پرمختيايي پروژې په پام کې لري چې ټولې چارې به د عدالت له مخې سرته رسيږي.

هغه وايي، چې "په دې اړه د ولسونو په همکاري سره به د بيړنیو همکاريو له پاره د روغتيا او معارف په برخه کې همکاري کوو او په دې اړه له اړونده ادارو سره غږيدلي يو "

د کتونکو په اند امنیت له عدالت، بوختیا، بیارغاونې او ټولنیزو پرمختګ سره نیغ په نیغه اړیکه لري او که چیرې په افغانستان همدغو ټکو ته جدي پام وشي ښایي د امنیت پرټینګښت هم مثبته اغیزه وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام