داعش په میدان وردګو ولایت کې د صوبیانو زیارت ویجاړ کړ

د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي او ځایي اوسېدونکي وایې، مخ پټو وسله والو تېره ورځ د (جون په ۲۶مه) د سیداباد تنګي د صوبیانو زیارت لومړی ویجاړ او وروسته یې جنډو ته اور ورته کړ.

د سیداباد ولسوال ډاکتر فضل کریم "مسلم" سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د صوبیانو تاریخي زیارت وسله والو په  بشپړ ډول ویجاړ کړی دی.

مسلم وایي، چې دا د داعش کار نه دی، بلکې د سیداباد ولسوالۍ د تنګي د طالبانو قومندان سعدالله له خوا شوی دی.

هغه وایې، چې په سیداباد ولسوالۍ کې داعش ډلې په رسمي ډول فعالت نه دی پيل کړی، خو د یو شمېر پلویانو د موجودیت په اړه یې خبرونه خپاره شوي دي.

د صوبیانو زیارت د لوګر او وردګو ولایت د دوو ولسوالیو، بره کي برک او سیداباد ترمنځ په تنګي سیمه کې موقعیت لري.

د بره کي برک ولسوال انجنیر محمد رحیم " امین " سلام وطندار ته وویل، له دې وړاندې هم د بره کي برک  ولسوالۍ امنیتي او کشفي اورګانونو ته راپورنه رارسېدلي وو، چې په دې سیمه کې د صوبیانو زیارت سر بېره یو شمېر نور زیارتونه به د داعش له لوري ویجاړ شي.

د سیداباد ولسوالۍ د تنګي سیمې اوسېدونکي حاجي رحمت الله سلام وطندار ته وویل، د صوبیانو زیارت ۱۲۰ کالن تاریخ لري او پر افغانستان سربېره ورته له بېلابېلو هېوادونو نه وګړي د احترام لپاره راځي.

رحمت الله زیاته کړه، دا کار د وسله والو طالبانو نه، بلکې د داعش پلویانو کار دی.

د دغې ولسوالۍ یو موټر چلوونکی رحمان الله بیا وایې، چې تېره ورځ یې د شفا غوښتلو لپاره دغه زیارت ته ناروغ یوړ، خو چې کله ور رسېد؛ د زیارت نښې نښانې نه لیدل کېدلې او له بېخه ویجاړ شوی و.

نوموړي وویل، هره ورځ به د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه له ۶۰  تر ۱۰۰ تنو پورې کسان د احترام لپاره دغه زیارت ته راتلل.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې هم د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د مولاعلي په نوم مشهور زیارت د داعش پلویانو له خوا ویجاړ شوی و.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام