پکتیا پوهنتون؛ ۳زرو محصلانو ته لیلیه جوړېږي

پکتيا پوهنتون کې د محصلینو له‌پاره د لیلیې د دوو پينځه پوړيزو ودانيو چارې نن پيل شوې.

د پکتيا والي شميم‌خان کټوازي د پرانيستې پر مهال وويل، په یو وخت به ۳ زره محصلینو ته د اوسېدلو زمینه برابره شي.

ښاغلی کټوازی وايي، په‌دې ودانیو ـ چې  ۳۰۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي ـ چارې به يې د یو کال په موده کې بشپړې شي.

بله‌خوا د پکتيا پوهنتون محصلين وايي، د ښار په بېلابېلو ځايونو کې له کړاوه ډک ژوند کوي چې د ليلیې په جوړېدلو سره به یې ستونزې هوارې او لازمې اسانتياوې برابرې شي؛ خو ټينګار کوي چې پر وخت او ښه کيفيت دې ورته جوړې شي.

د پکتيا پوهنتون دا مهال اووه پوهنځي لري او شاوخوا ۸زره محصلين په‌کې په زده‌کړو بوخت دي.

ورته مطلب:

د پکتیا پوهنتون په رغونه کې د عام ولس ونډه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام