د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې یوشمېر مېرمنو خبري غونډې ته وویل، د دغه ولایت مېرمنې په ځانګړې توګه د لېرې پرتو سیمو ښځې پېژندپاڼې نه لري، خو بیا هم غواړي د خپل سیاسي برخلیک ټاکلو لهپاره د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون لهپاره پېژندپاڼې واخلي او نومليکنه وکړي.
د ښځو شبکې دفتر په نوښت جوړې شوې دغې غونډې کې شاوخوا ۲۰۰ مېرمنو ګډون کړی وو. دغو مېرمنو وویل، د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي اړین پروګرامونه نه دي جوړ شوي. خو زیاتوي، هڅه به وکړي نورې مېرمنې د پېژندپاڼو اخیستو او ټاکنو کې ګډون کولو ته وهڅوي.
د افغان ښځو شبکې مشرې زرغونې همت سلاموطندار ته وويل، د غونډې موخه دا ده چې په پکتيا کې ښځې د پېژندپاڼو اخيستو او نومليکنې ته وهڅوي.
دغې غونډې کې خديجې احمدي، زرلښتې او عايشې پکتیا کې له ټولو نارينهوو، وغوښتل چې ښځو ته د پېژندپاڼو اخیستو او د ټاکنو لهپاره د نوملیکنې اجازه ورکړي.
پکتيا کې دغه شمېر مېرمنې داسې مهال په ټاکنو کې د پراخ ګډون ډاډ ورکوي چې تر دا مهاله په ښځينه مرکزونو کې د نومليکنې پروسه ټکنۍ ده خو د ټاکنو کمېسیون مسوولان هيله څرګندوي چې له دې وروسته به د ښځو ګډون زيات شي.