پکتیا، خوست او هلمند: مغرضې کړۍ ټوټاپ پروژه له خطر سره مخ کوي

د پکتيا، خوست او هلمند اوسېدونکي وایې، که د ټوټاپ برېښنايي پروژې مسیر بدلون وکړي؛ له حکومت سره به پرېکون اعلان کړي.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ولايتي شورا غړيو، د مدني ټولنو استازیو او سلګونو ځوانانو د يو لاريون پر مهال له ولسمشره وغوښتل، چې د ټوټاپ پروژه په زاړه مسير نورو ولايتونو ته وغځوي.

دوی وویل، چې يو شمېر مغرضې کړۍ غواړي، په لوی لاس ملي ګټې په خطر کې واچوي.

لاريونوالو په شعارونو کې ويل، که يې غوښتنې ونه منل شي؛ د لويې پکتيا ولسونه به له حکومت سره پرېکون وکړي.

د پکتيا د ولايتي شورا مشر روف خان ځدراڼ د لاريون پر وخت وویل، دوی په هر وخت کې تيار دي، چې د خپل حق او ملي ګټو ساتنه وکړي.

د ده په وینا، هېچاته به د دې خیانت اجازه ور نه کړي، چې د ټوټاپ پروژې برېښنا مزي او پایې د باميانو په لاره وغځوي.

بل لوري ته په خوست کې د ولايتي شورا استازيو، قومي مشرانو او مدني فعالانو هم د خبري کنفرانس له لارې له ترکمنستانه د رالېږدېدونکې برېښنا د مسیر تغییر نه مني.

د خوست ولايت د ولايتي شورا ریيس عبدالولي واحدزی وايي، چې د لويې پکتيا ولسونه به په هېڅ صورت د دې پروژې د مسير بدلون ته زړه ښه نه کړي.

واحدزي پر ولسمشر غني او حکومت غږ وکړ، چې د څو قومي ټېکدارانو تر اغېزې لاندې را نه شي، ځکه دوی په تېرو ۱۴ کلونو کې په هر ډول له حکومته باج اخیستی او هڅه یې کړې، چې د نورو قومونو او ولایتونو حق هم خپل ځان ته کش کړي.

بل لور ته د هلمند مدني ټولنې غړيو هم د يو رسنيز کنفرانس له لارې د هېواد له سياستوالو او دولته غوښتنه وکړه، چې د ملي مسايلو او د ټوټاپ په څېر له ارزښتناکیو پروژو نه سياسي ګټه پورته نه کړي.

د دغې ټولنې مشر سردار محمد همدرد وويل، دا ډول خبرې چې د ټوټاپ په اړه راپورته شوې دي؛ خلک له خپل منځي شخړو سره مخ کولی شي.

همدرد وايي، هغه خلک بايد قانون ته وسپارل شي، چې د دغه ډول پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

ولسمشر محمداشرف غني څو ورځې وړاندې هم د يوې خبري کنفرانس له لارې له خلکو غوښتي وو، چې د دې پروژې په اړه له صبر او حوصلې کار واخلي.

داسې ګنګوسې خپرې شوې دي، که چېرې د دې پروژې د کار پر سر لانجې راپورته شي؛ نړیوال بانک او مرستندویه موسسې به له خپلو مرستو په شا شي.

بل خوا په ټولنیزو رسنیو کې د دې پروژې په اړه بېلابېلې اندېښنې راپورته شوي، چې ګوندې ټوټاپ تر شا کومه بله سیاسي لوبه نه وي روانه او هسې نه چې له همدې نامه نه په استفاده، قومي لانجو او سیاسي بحران ته لاره هواره شي.

د معلوماتو له مخې، د ټوټاپ د پروژې کار شاوخوا ۷۰ سلنه بشپړ شوی او په حکومت کې دننه يو شمېر کړۍ نه غواړي، چې دا پروژه د هېواد مرکزي ولايتونو له لارې تېره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام