پکتيکا کې د ډیورنډ کرښې داوړو غاړو اوسېدونکو د پاکستان جوړ کړي تاسيسات ونړول

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په لاس جوړ شوي تاسیسات د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو اوسیدونکو په ګډه نړولي او په مرکز ښرنه کې د متحد بنسټ مشر رحيم خان خوشال سلام وطندار ته وويل، چې په ياده سيمه کې د ډیورنډ کرښې له دواړو غاړو شاوخوا نهه زره کسان راغلي او دغه تاسيسات یې ځکه ړنګ کړل؛ چې قومونه یې سره بیل کړي وو. 

د برمل ولسوالۍ قومي مشر قدرت الله وزيري سلام وطندار ته وويل، هېڅکله به پاکستان ته اجازه ورنه کړي، چې د ډیورنډ کرښې رسمې کېدو له پاره کرښې ته څېرمه تاسیسات جوړ کړي.

وزيري زیاته کړه، د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت  قومونه باوري دي، چې پاکستان حق نه لري، د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړکړي.

د پکتيکا چارواکي وايي، چې دا د ولسونو کار دی او په دې اړه يې له څه ویلو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکو د ډېورڼد صفري کرښې په غاړه کې یو شمېر نظامي تاسیسات جوړي وو او په دې سره افغاناو سخت غبرګون ښودلی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام