پکتيا کې ۹۰ سلنه بې‌کیفیته درمل پلورل کېږي

په پکتیا کې د عامې روغتيا ریاست د څار او ارزونې پلاوی وايي چې ډېر بې‌کیفیته درمل له پاکستانه په قچاقي ډول واردېږي چې د ګټې پر ځای یې زیان ډېر وي.

د یاد پلاوي مشر ډاکټر نور ياسين وايي، د سږ کال په ترڅ کې په لسګونو درملتونونه ارزول شوي چې په ترڅ کې یې دوه نيم ټنه تاريخ‌تېري درمل ټول شوي او سوځېدلي دي؛  خو په وینا ۹۰ سلنه دوا په قاچاقي بڼه وارېدېږي چې کفيت يې هم له نورو درملو ټيټ وي.

ورته مطالب:

په افغانستان کې ۷ سلنه درمل کنټرولیږي

په غور کې نامسلکه وګړي او ماشومان درمل پلوري

د عامې‌روغتیا وزارت وړیا درمل به تر دې وروسته په بیه وپلورل شي

د درملتونو خاوندان وايي، دوی له لویو پلورنځیو او شرکتونو درمل رانیسي؛ خو وايي ډېر هغه درمل پلوري چې ډاکټران يې په نسخو کې ليکي.

خو د درملتونو څښتنان هم تاییدوي چې افغانستان ته تر ډېره درېیمه درجه درمل وارېدېږي چې د ګټې پرځای یې تاوان ډېر وي.

د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولان هم مني چې ځېنې درملتونونه هغه ډول درمل نه راوړي،چې د ناروغانو له‌پاره ګټور تمامېږي؛ خو وايي چې د دې مخنيوي له‌پاره يې چټک ګامونه پورته کړي او د ۵۰ سلنه هغو درملتونونو دروازې یې تړلي چې کاري جوازونه یې نه‌لرل.

د کتونکیو په اند، ترڅو چې دولت د قاچاقي درملو مخنیوی ونه کړي؛ د بې‌کیفیته درملو مخنیوی نه‌شي کېدلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام