د پکتيا يو شمېر معلولان وايي، د معلولانو د امتيازونو کتابچې له لرلو سره سره يې هم له تېرو څلور کلنو راهیسې معاشونه نه دي تر لاسه کړي.
د دوی په وينا، د پکتیا د معلولانو ادارې چارواکي یې غږ نه اوري او له واسطې او پيسو پرته یې کارونه په خپل وخت نه بشپړېږي.
په پکتيا کې د شهيدانو او معلولانو ادارې چارواکي وايي، په تېرو څو کلنو کې يو شمېر هغه کسان چې معلول نه وو، د شهيدانو او معلولانو په نوم امتيازات اخيستي، خو اوس یې د تثبیت پروسه روانه ده او له تثبيت وروسته به ټولو مستحقو کورنيو ته د دوی حقونه او معاشونه ورکړل شي.
د ياد ولايت د شهيدانو او معلولانو سرپرست امر بختيار ځاځی وايي، له دوی سره ټولټال ۲۸۲۵ شهيدان ثبت وو چې له ډلې یې ۲۵۶ تثبيت شوي او د ۵۶۹ کسانو کتابجې د بر رسي کمېټې له لوري باطلې شوې دي.
ځاځی وايي، د ۱۸۳۶ ملکي شهيدانو کورنۍ او ۹۵۴ معلولان د بوديجې د کموالي له کبله له معاشونو پاتې دي او زياتوي چې د دغو ټولو کسانو د معاش بودیجه ۱۶۷ ميليونه افغانیو ته رسژږي چې مالیې وزارت ته یې وړاندیز سپارل شوی او په راتلونکي کال کې به د تثبيت شويو معلولانو معاشونه ورکړل شي.
د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټوله پکتيا کې د ۱۲۰۲ نظامي شهيدانو، ۱۴۷ معلولانو تر څنګ ۲۲۲۵ ملکي شهيدان او ۲۴۳۰ ملکي معلولان هم شته چې ټولیزه شمېره یې ۶۰۰۴ تنه کېږي او د شهيدانو او معلولانو له امريته معاش ترلاسه کوي.