پکتياوال: که ولسمشر پر خپلو ژمنو عمل و نه‌کړ، رایې نه ورکوو

د پکتیا د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان او یو شمې قومي مشران وايي، که ولسمشر ورسره پر خپلو کړیو ژمنو عمل و نه‌کړ، په راتلونکیو ټاکنو کې به رایې ور نه‌کړي.

دوی چې نن د یاد ولایت په مرکز (ګردېز) کې راټول شوي وو وویل، ۸ میاشتې مخکې پکتیا ولایت لومړۍ درجې ته لوړ شوی و، خو لا هم د لومړۍ درجې امتیازات ورکړل شوي نه‌دي.

پکتیاوال وايي، ولسمشر ورسره څلور کاله مخکې د یو شمېر سترو پروژو (د ګردېزـ غزني سړک، د مچلغو بند او د ګردېز ـ پټان سړک جوړولو او دغه راز د سوېل ختیخ زون حوزوي روغتون د تشکیل او امکاناتو ډېرولو ژمنې کړې وې، خو تر اوسه یې عملي کړې نه‌دي.

د غونډې ګډونوالو محمدحنیف احمدزي او حاجي ظاهر اوریاخېل وویل، هغه ژمنې چې د ملي یووالي حکومت، په ځانګړي ډول ولسمشر غني ورسره کړي، که ژر تر ژره عملي نه‌شي، په راتلونکیو ټاکنو کې به بیا رایې ور نه‌کړي.

په همدې حال کې د پکتیا د ولایتي شورا غړي محمدرحمان قادري هم وویل چې حکومت له پکتیاوالو سره په کړیو ژمنو کې پاتې راغلی او که ورته پام و نه‌شي، د پکتیاوالو ملاتړ به له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا چارواکیو تر دې وړاندې په دغه ولایت کې د پروژو نه پلي کېدو اصلي لامل ناامني بللې وه او ویلي یې وو چې د برېښنا سترې پروژې د کار ترڅنګ، د مچلغو بند د سروې چارې او د زرمت سړک قرارداد یې بېلابېلو کمپنیو ته ورکړی چې چارې به یې په راتلونکي پسرلي کې پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام