د پکتیا ولایتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، حکومت دې د مرکز (ګردېزښار) امنیت ټینګښت، د خلکو خوندیتوب او نورو اسانتیاوو لهپاره ۳ امنیتې حوزې فعالې کړي.
د پکتیا ولایتي شورا غړی تاجمحمد منګل وايي، د ګردېز امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او حکومت باید د یاد ښار هغه ۳ امنیتي حوزې فعالې کړي چې ولسمشر یې کورنیوچارو وزارت ته د فعالولو لارښوونه کړې ده.
د منګل پهوینا، اوسمهال ګردېز کې ۲ امنیتي حوزې فعالیت کوي چې د ښار امنیت نهشي ساتلی او پهکار ده چې ۳ نورې یې هم فعالې شي.
په همدېحال کې مدني فعال سیدجمال اصف بیا پر کورنیوچارو وزارت نیوکه کوي چې د ولسمشر له لارښوونې سره سره یې د یادو حوزو د فعالولو لهپاره اقدام نهدی کړی.
نوموړی وايي، که څه هم پکتیا ولایت لومړۍ درجه شوی، خو تشکیلات یې پرځای پاتې دي. د ده په باور، کورنیوچارو وزارت له یاد ولایت سره توپیري چلن کوي.
د پکتیا والي شمیمخان کټوازی هم وايي چې د دې ولایت مرکز لهپاره ۲ امنیتي حوزې بسنه نهکوي او په دې اړه یې څو ځله رسمي وړاندیزونه کړي، خو په وینا یې تراوسه یې په اړه مطلوب ځواب نهدی ترلاسه کړی.
بلهخوا یوشمېر ګردېزښاریان هم د امنیتي ځواکونو د تشکیل کموالی او د مرکز په ټولو برخو کې د پولیسو نهموجودیت په دې ښار کې د امنیتي او جنايي پېښو زیاتوالي اصلي لاملونه بولي. دوی وايي، حکومت، په ځانګړي ډول کورنیو چارو وزارت باید د ښاري کمربند فعالولو، امنیت او د خلکو د ژوند خوندیتوب لهپاره پاتې ۳ حوزې چې ولسمشر یې په اړه ورسره ژمنه او اړوندو ادارو ته لارښوونه هم کړې، فعالې کړي.