پکتيا کې شاوخوا ۲۰۰ مېرمنو د سولهييز لاريون پر مهال له طالبانو غوښتنه وکړه چې د هېواد کې د روان تاوتریخوالي پای ته رسېدو او د سولې خبرو مثبتو پایلو لپاره لنډمهالی اوربند وکړي.
دوی وايي، اوس هم ډېری ښارونو او لرې پرتو سيمو کې جګړو زور اخيستی چې تر ډېره يې تاوان افغان مېرمنې او کورنۍ ګالي.
د دې لاريون سرلارې او د ځوانانو د پارلمان استازې ناهیدې حکيمي وويل: « سولې لپاره دې لنډمهالی اوربند اعلان شي، تر څو د سولې خبرې پيل شي، خدای دې وکړي چې يوې ښې پايلې ته ورسېږي. موږ په دواړو لوريو دا غږ کوو چې تاسې راشئ د سولې خبرو ته حاضر شئ، په پرديو خبرو مه غلطېږئ، تاسې پردي جنګونه کورنو ته مه راوړئ، اول تاسې خپل کور جوړ کړئ.»
د دې لاريون دوه نورې ګډونوالې نازدانه او کاينات چې روانه جګړه کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وايي، جګړه ټولو افغانانو ته زيان رسوي او له طالبانو غواړي چې د امريکا په شان افغان دولت سره د سولې خبرو لپاره اوربند وکړي.
د هغوی په وینا، جګړه د افغانستان ملي ګټې ګواښي او تر ډېره يې تاوان خپله افغانانو ته رسېږي.
د پکتيا مېرمنې داسې وخت کې د سولې او اوربند غږ پورته کوي چې افغان حکومت وايي، د بینالافغاني خبرو پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي او ډېر ژر به د زندانیانو د تبادلې بهیر تر بشپړېدو وروسته د قطر په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې پیل شي.