د بادغیس مدني فعالان د مرکز قلعهنو ښار په شګوفان فارم کې په خپلسره توګه د شاوخوا ۴ سوو ونو پر وهلو نیوکه کوي.
مدني فعالان وايي، دغه ونې د ملي اردو ځواکونو له لوري وهل شوې دي.
د دوی په وینا، دغو ونو له پنځوسو کلونو راهیسې د سرسبزۍ او د چاپېریال له ککړتیا نه د مخنیوي په برخه کې مرسته کوله.
د بادغیس مدني فعالان جنیدالله اشکاني او صدیق عاطف وايي، په دغه ولایت کې خلک د شنې سیمې له کمښت سره مخ دي او د یادو ونو په وهلو سره به د چاپېریال له ستونزو سره هم مخ شي چې حکومت باید ورته پام وکړي.
خو د بادغیس د کرنې رییس عبدالتواب تایب وايي، د وهل شویو ونو شمېر هغومره نه دی، څومره چې یې مدني فعالان یادوي.
تایب د ونو وهل د اندېښنې وړ خبره بولي، خو وايي، دغه ونې د اړتیا له مخې وهل شوې دي.
بلهخوا د بادغیس د والي ویاند نجمالدین برهاني وايي، د شګوفان فارم د ونو وهلو په تړاو یې څېړنې پیل کړي چې له بشپړولو وروسته به د دغه شمېر ونو وهلو لامل په ډاګه شي.
ومو وغوښتل په راپور کې د دفاع وزارت نظر هم ولرو، خو له پرلهپسې هڅو سره سره بریالي نه شو.
د بادغیس اوسېدونکي او مدني فعالان د ونو وهل جرم بولي او وايي، حکومت باید دغې موضوع ته جدي پام وکړي.
اړوند مطالب: