پوهنې وزارت ۳۰ زره ښوونکې ګوماري

پوهنې وزارت په پوهنیز ډګر کې د ښځو ګډون زیاتوالي په موخه تر ۱۴۰۰ ل کال پورې ۳۰ زره قراردادي ښوونکې ګوماري.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت نن په یوې خبري غونډې کې وویل چې د ښځو پر ځان بسیاینې اقتصادي پروګرام له مخې دغه وزارت ۳۰ زره ښوونکې په لرې پرتو سیمو، په ځانګړي ډول هغو ځایونو کې چې ښځینه ښوونکې نه‌شته، ګوماري.

ټاکل شوې یادې ښوونکې په بېلابېلو پړاوونو کې تر ۱۴۰۰ ل کال پوې وګومارل شي.

د نزهت په وینا، یادې ښوونکې به د سیمې له هغو ښځینه‌وو وګومارل شي چې زده‌کړې یې کړې وي او په‌دې سره به په پوهنیزه برخه کې د ښځینه‌وو فیصدي له ۳۳ نه ۴۲ سلنه ته لوړه شي.

نوموړې زیاتوي، پوهنې وزارت د قاعدګۍ لارښود جوړ کړی او په نږدې راتلونکي کې به چاپ او ښوونځیو کې ووېشل شي. دغه راز د نجونو د زده‌کړو پالیسۍ پر مسوده هم کار کوي چې ډېر ژر به پای‌ته ورسېږي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام