پوهنې وزارت ته د هرات د افغان ـ ترک ښوونځیو لېږد

د ترکیې د پوهنې وزارت معین رهادنه مچ وايي، د افغان ـ ترک ښوونځیو لېږدول د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې پیاوړي کوي.

هغه زیاته کړه، د افغان ـ ترک ټولو ښوونځیو کې به نوښتونه راشي او دغو ښوونځیو کې به تر ټولو غوره ترکي ښوونکي افغان زده‌کوونکیو ته تدریس وکړي.

له‌دې سره د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وايي، د افغانستان او ترکیې پوهنې وزارتونو ترمنځ د هوکړې پر اساس به تر راتلونکیو څوو کلونو پورې هېواد کې د افغان ـ ترک ښوونځیو شمېر چې دامهال ۱۲ دی، د افغانستان په کچه ۲۸ ته لوړ کړي.

د ده په خبره، اوسمهال په افغانستان کې ۳زره زده‌کوونکي په افغان ـ ترک ښوونځيو کې زده‌کړو باندې بوخت دي او په څوو راتلونکیو کلونو کې به ۱۸زرو ته ورسېږي.

ده دا هم وویل چې ټاکل شوې د افغان ـ ترک ټول ښوونځي په ښو تجهیزاتو سمبال شي او ۲۰ سلنه زده‌کوونکي به یې په وړیا ډول زده‌کړې وکړای شي.

اوسمهال افغان ـ ترک ښوونځي د افغانستان په کابل، ننګرهار، بلخ، هرات، کندهار او جوزجان ولایتونو کې فعالیت لري.

 ورته مطالب:

یوازې قانون د افغان ـ ترک ښوونځي منحلولی شي

پر افغان ـ ترک ښوونځي د برید غبرګون

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام