پوتین: د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د داعش ډلې فعالې دي

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په مسکو کې د لیدلو پر مهال ویلي دي، چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې داعش ډله حضور لري.

د روسیې د ولسمشریزې ماڼۍ د رسمي وېبپاڼې د خبر له مخې، پوتین په دې لیدنه کې " ورځ تر بلې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتېدلو او د دې ډلې دریځ" او په افغانستان کې د طالبانو د عملیاتو له غځېدلو نه اندېښنه ښکاره کړې ده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې حامد کرزی د روسیې د نړویوالو اړیکو رییس ایګور ایوانوف په بلنه، په ۴ ورځني سفر مسکو ته تللی دی.

کرزي له پوتین سره په خبرو کې ویلي دي، چې په افغانستان کې د داعش ښکارنده د اسلامي دولت (داعش) سره بشپړ توپیر لري او هغه ډلې د افغانستان سره هیڅ اړیکه نه لري، په افغانستان کې د داعش ډلې ناڅاپي را څرګندېدل، د بهرنیانو په ملاتړ دی، نه زموږ د افغانانو.

په خبر پاڼه کې راغلي دي، چې کرزی به په دې سفر کې د سیمې او افغانستان په پرمختګونو، ننګونو، د بنسټ پالنې او د سولې د ټنیګښت لپاره په ګډو فرصتونو خبرې وکړي.

د روسیې ولسمشریزې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې د حامد کرزي له قوله ویلي دي، چې داعش د افغانستان لپاره نه دی رامنځته شوی، بلکې غواړي، چې له افغانستان نه په سیمه کې د نفوس او پراخوالي لپاره کار واخلي.

د پخواني ولسمشر د دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه د کرزي له قوله لیکل شوي، چې داعش د سیمې د ټیکاو د له منځه وړلو یوه ښکارنده ده.

نوموړي د سیمي هېوادونو په ځانګړې توګه د روسیې او افغانستان ترمنځ په مرستو ټینګار کړی دی.

سره له دې، چې افغانستان په تېرو ۱۳ کلونو کې په سیمه د امریکا کلک متحد و، خو له دې هر څه سره – سره حامد کرزي له روسیې سره ښې اړیکې لرلې.

د روسیې ولسمشر په داسې وخت کې په افغانستان کې د داعش د زیاتوالي او د طالبانو له فعالیتونو له ډېرېدلو خبردرای ورکوي، چې په تېره میاشت کې د افغانستان شمالي ولایتونو په تېره بیا تخار، بدخشان، کندوز کې ناامنیو زور اخیستی دی.

طالبانو څو ورځې وړاندې د کندوز ولایت دوه ولسوالۍ و نیولې، خو افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په کولو سره دغه ولسوالي د طالبانو له ولکې خلاصې کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام