پوتین: امريکا د روسيې ملي امنیت له پاره ګواښ دی

په یو تازه لیکل شوي امنيتي سند کې، چې د پوتین له خوا لاسلیک شوی راغلي، چې د امریکا متحده ایالات د روسيې خلکو له پاره لوی ګواښ دی.

د سي، این، این او رويټرز خبري اژانس له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي، چې دغه سند د روسيې او غرب تر منځ د منازعاتو او تضادونو د اوج ښکارندويي کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين " د روسيې فدراسیون د ملي امنیت کړنلارې " په نوم سند په نوي میلادي کال کې لاسلیک کړ.

په دغه سند کې د روسيې د ملي امنیت په اړه د ناټو او امريکا په باب خورا نوې موضوعات راغلي دي.

د روسيې فدراتیف د ملي امنیت کړنلارې په سند کې د دغه هېواد د خورا لوړو نظامي موخو په هکله مسایل بیان شوي دي.

دغه امنيتي سند، چې پوتین لاسلیک کړی دی د ۲۰۰۹ م ز کال یوه نوې نسخه ده.

په دغه سند کې راغلي، چې د امريکا متحده ایالات او اروپايي اتحاديې د هغه کودتا ملاتړ وکړ، چې د اوکراین اساسي قانون پر وړاندې شوی وو.

د روسيې فدراتیف له خوا په نوي جوړ شوي سند کې د ناټو ځواکونو تمویل او تجهیز د روسيې د ملي ګټو او ملي امنیت پر وړاندې ګواښ بلل شوی دی.

خو په دغه سند کې بیا د بشاراسد رژیم څخه د ملاتړ په موخه د روسيې هوايي بمباريو یادونه نه ده شوې.

د تېر ۲۰۱۵ م ز کال په وروستيو کې د روسيې جنګي جټ الوتکو د بشار اسد مخالفین او د داعش پر وسله والو ډلو بمي بریدونه وکړل.

د روسيې دغه کړنه د غرب او امريکا له لوري  د سختو نيوکو سره مخ شو.

اوسمهال د ازاد پوځ په نوم د سوريې د دولت مخالفه ډله د غرب له لوري تمويليږي.

د روسيې له لوري په دغه سند کې راغلي، چې روسیه به د دغو منازعاتو په حل کې خورا مثبت رول ولوبوي، خو دغه سند بیا د غرب له خورا جدي عکس العملونو سره مخ شوي دي.

د یاد سند په یوه برخه کې راغلي، چې روسیه غواړي یو خپلواک سیاست ځان ته غوره کړي؛ خو د روسيې دغه اقدام بیا د متحده ایالاتو او د دغه هېواد د ملاتړ کوونکو له غبرګون سره مخ شوی دی، چې په همدې وجه سياسي، اقتصادي او اطلاعاتي فشارونه پر روسيې وضع شوي دي.

د غرب او روسيې ترمنځ ډيپلوماټيکې اړيکې هغه مهال خړې پړې شوې، چې روسیه د ۲۰۱۴ م ز د مارچ په میاشت کې په اوکراین کې د کريمه جزیره د خپلې خاورې پورې اړوند و باله.

د روسیې دغه مداخله د زیاتو لاريونونو لامل شو.

په دغو ګډوډیو کې روسیه د افراطي ډلو په تمویل او ملاتړ هم تورن شو.

له هغه وروسته امریکا او غرب بیا پر روسيې سخت اقتصادي تحریمونه وضع کړل او مسکو هم د دغو تحریمونو په ځواب کې له اروپايي اتحاديې څخه د خپل خوراکي موادو پر وارداتو محدودیتونه وضع کړل.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام