د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال فاضل احمد عظیمي وايي، چې د روان لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د جګړو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۹۰ زرو ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د عظیمي پر وینا د حکومت په هڅو د دغو کورنیو له ډلې ۳۳ سلنه یې بېرته په خپلو سیمو کې ځای پر ځای شوي او د نورو کورنیو د بېر ته خوندي کولو له پاره د دوی هڅې روانې دي.
هغه وايي، دغه شمېر کورنۍ په کندوز، فراه، ارزګان، هلمند، ننګرهار، غزني، سرپل، فاریاب، پکتیا، بغلان او بادغیس ولایتونو کې د جګړو له امله بې ځایه شوي دي.
له بلې خوا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې چارواکي وایي، د روان لمریز کال له پیل تراوسه په روانو جګړو کې ۷۹۶ ولسي وګړي وژل شوي او له زرو ډېر کسان په کې ټپیان شوي دي.
د دې ادارې د چارواکو پر وینا په دغې مودې کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د جګړو له امله ۲۹۶ بابه ښوونځي، ۴۷ روغتیایي مرکزونه، ۷۲ جوماتونه، ۶زره او ۳۹۴ د استوګنې ګورونه، یوزرو ۵۰۰ دوکانونه او ۱۲ دولتي ودانۍ ویجاړې شوي دي.
د کډوالو او راسنتېدونکو چارو وزارت له خوا د بې ځایه شویو کورنیو په اړه دغه نوې شمېرې په داسې حال کې خپريږي، چې د ملګرو ملتونو د تازه خپور شوي ریپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۶ میلادي کال له پیل تراوسه په افغانستان کې د جګړو له امله، له ۵۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي دي.