د عامې روغتیا وزارت چارواکیو نن د افغانستان په ۶زونونو کې په تور زېړي د اخته ۲۰ زره ناروغانو درملنې پروګرام پیل کړ.
د دې وزارت وزیر فیروزالدین فیروز وايي، ټاکل شوې چې په راتلونکیو درېیوو کلونو کې په تور زېړي یا «هیپاتیت سي» ناروغۍ د اخته ۲۰زرو کسانو درملنه وشي، خو د زېړي ناروغۍ له منځهوړلو پروګرام به تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام پیدا کړي.
ښاغلی فیروز زیاتوي، د دې ناروغۍ د خپراوي نه د مخنیوي په پار لومړی د روږدو کسانو درملنه کوي او ورپسې بیا په ایډز ناروغۍ د اخته کسانو او هغو ۵ سلنه زندانیان وار راسېږي چې پهدې ناروغۍ مبتلا دي.
ایډز، تور زېړی او ډولونه یې له هغو ناروغیو دي چې د وینې، جنسي اړیکې او پهدې ویروس د ککړیو پېچکاریو د ترزیق له لارې یو شخص نه بل شخص ته انتقالېږي.
افغانستان کې د وینې ازمایښت ۱۰ مرکزونو موندنې ښيي چې په نرینهوو کې د هپاتیت B زېړي کچه ۴.۷ سلنه او ښځو کې هم ۵.۶ سلنه ده. دغه راز نرینهوو کې د هپاتیت C زېړي کچه ۲.۴ او ښځو کې هم ۲.۱ سلنه ده.
د تور زېړي ناروغۍ درملنه ډېر لګښت ته ضرورت لري چې عامې روغتیا وزارت یې دامهال په وړیا توګه درملنه کوي.
نړۍوالو مطالعاتو ۲۰۱۵ کال کې تور زېړی او ډولونه یې نړۍ کې د مړینې اووم لوی لامل وبللو چې د دې ناروغۍ له امله کال کې ۱.۴ میلونه وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي.