د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۳۳۲ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې په لس ولایتونو کې ۵۶ هغه مثبتې ختلې دي.
د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې ۱۸۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.
روغتیا وزارت وايي، د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۱۶۲ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه د ۲۶ زره او ۲۲۸ ناروغانو درملنه شوې او ۱۳۲۸ نور مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر له ۲۰ میلیونو اوښتی دی.
په نړۍ کې له ۲۰ میلیونه او ۲۶ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له ۷۳۴ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۱۲ میلیونه او ۹۰۰ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.