د عامې روغتیا وزارت لهخوا تازه خپرې شوې شمېرې ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۲۰ اخته کسان په کابل، ۷ په فراه، ۳ په هرات او ۲ په ننګرهار ولایت کې مړه شوي چې ورسره په ټول هېواد کې د کورونا ویروس له امله د ټولو مړو شویو شمېر ۱۱۹۴ کسانو ته ورسېده.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویانده معصومه جعفري وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس له امله د ۳۲ کسانو د مړینې تر څنګ، ۱۰۰۲ کسان بېءته روغ شوي چې ورسره په ټول هېواد کې له کورونا ویروس نه د رغېدلو کسانو شمېر ۲۲ زرو ۴۵۶ ته ورسېده.
جعفري زیاتوي، د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په ۱۴ ولایتونو کې ۲۵۴ نور کسان هم پر کورونا ویروس اخته شوي او ورسره په ټول هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۴ زره ۹۹۴ ته ورسېده.
د روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ویروس د ټولو ۲۵۴ اخته کسانو له ډلې ۷۸ په کابل، ۶۱ په دایکندي، ۲۴ په تخار، ۱۸ په پکتیا، ۱۵ په غور، ۲۲ په بدخشان او بادغیس ولایتونو، ۱۰ په بلخ، ۹ په لوګر او ۱۷هم په هرات، لغمان، کندهار، ننګرهار او میدان وردګ ولایتونو کې پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې هرات ولایت یو ځل بیا د تېرې یوې میاشتې پر مهال په ۲۴ ساعتونو کې د ۶ نویو کسانو په اخته کېدو سره د لږو کسانو اخته کېدو شمېره ثبت کړه. د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزوی وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۸۰ کسان په هرات کې له کورونا ویروس نه ښه شوي دي.
پر کورونا ویروس په ټول هېواد، په تېره هرات ولایت کې د اخته کېدونکو کسانو شمېر کمېدل په داسې حال کې دي چې د هرات روغتیايي چارواکي په دغه ولایت کې د کورونا ویروس د دویمې څپې خبرداری ورکوي.
چارواکي وايي، که په لوی اختر کې د کوچني اختر تېروتنې تکرار شي، کورونا ویروس به یو ځل بیا په لویه کچه خپور شي.