د کانونو او پترولیم ځایناستې وزیرې نرګس نهان نن په امریکا سفارت کې «د افغانستان کانونو په اړه ځانګړیو خبرو ـ اترو» تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته د تېر زېږدیز کال په پرتله د دې وزارت عوایدو زیاتوالي خبر ورکړ.
اغلې نهان وویل چې دغه وزارت تېر کال له دوو میلیاردو افغانیو زیات عواید لرل. ده زیاته کړه چې په ۲۰۱۷ کال کې د کانونو او پترولیم وزارت عواید ۲،۲ میلیارده افغانۍ وې چې د تېر کال په پرتله چې ۹۰۰ میلیونه افغانۍ وې؛ ستر توپیر ښيي.
د کانونو او پترولیم ځایناستې وزېرې په وینا، د امو دریا د تېلو حوزې، د افغان- تاجیک حوزې او غوري سیمټو کانونو تړونونه په بشپړه توګه ارزول شوي او په اړه یې اقتصادي عالي شورا ته له راپور او منظوري وروسته به د یادو تړونونو جزیات خپاره شي.
د افغانستان د کانونو په اړه ځانګړیو خبرو ـ اترو پروګرام ته چې د امریکا متحدهایالاتو پراختیایي ادارې (یو.اس.اِی.آی.ډي) په ملاتړ جوړ شوی و؛ د کانایستنې شاوخوا سلو کورنیو او بهرنیو شرکتونو مسوولان هم ور بلل شويوو.
د دغه شمېر شرکتونو مسوولان به په یاد پروګرام کې د افغانستان پر کانونو د پانګونې پوتانشیل او د کانونو په برخه کې د دولتي او خصوصي سکتور د همکاري فرصتونو په اړه بحث وکړي.