بېړنیو پېښو ته د لاس رسي په برخه کې د دولت وزارت مسوولین وايي، چې د روان کال د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د جګړې او ناامنۍ له کبله ۳۸ تنه هېوادوال وژل شوي، ۴۲ کسان ټپیان شوي او ۸ زره او ۱۵ کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د دې وزارت ویاند عمر محمدي وايي، چې همدا راز په زمري میاشت کې د طبیعي پېښو له مله ۱۲تنه هېواد وال وژل شوي، ۱۹ تنه ټپیان، ۱۵ کورونه په پوره ډول او ۷۳ کورونه په نسبي ډول تخریب شوي دي.
بیړنیو پېښو ته د لاس رسي په برخه کې د دولت وزارت ویاند وویل، دغه شمېرې یوازې د ۱۹ ولایتونو دي، چې زیات هغه یې د کندوز او ننګرهار ولایتونو شمېرې دي.
د دې وزارت ویاند وايي، په افغانستان کې روانه جګړه، ناامني او قومي جنجالونه هغه عوامل دي، چې هېوادوال یې زیانمن کړي دي او دغه موضوع د دې وزارت د پلانونو د نه پلي کېدو سبب شوې.
محمدي وايي، دغه وزارت په داسې یو پلان کار کوي، چې له مخې به یې وکولی شي، په هېواد کې زیات شمېر پېښې مهار کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې روانه جګړه هر ورځ له افغانانو قرباني اخلي او زیات شمېر خلک له خپلو مېنو بې ځایه کوي.