له نشهيي توکیو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د دغه بنسټ د تېر یوه کال کاري راپور وړاندې کړ.
موحد وايي، په تېر یوه کال کې د ټول هېواد په کچه د نشهيي توکیو د قاچاق په تړاو ۱۲۸۷ کسان نیول شوي چې له ډلې یې ۳۷ ښځې او په ښځو کې بیا ۳ یې ایرانۍ دي.
له نشهيي توکیو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په کلني راپور کې کابل او ننګرهار د نشهيي توکیو اړوند د جرمونو ۴۸۲ قضیو په لرلو سره د ولایتونو په سر کې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې په زیاته کچه نشهيي او جامد کیمیاوي توکي کشف او ضبط شوي دي.
اړوند مطالب: