په کندوز کې د سره صلیب ۴ کار کوونکي تښتول شوي

د افغانستان کندوز ولایت څخه لاسته راغلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې د سره صلیب ۴ کار کوونکي د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا تښتول شوي دي.

راپورونه وايي، چې په تښتول شويو کسانو کې یو بهرنی مامور هم شامل دی.

د کندوز د والي ویاند سېد محمود دانش سلام‌وطندار ته د پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې د سره صلیب دغه کارکوونکي غوښتل د کندوز څخه بغلان او یا نورو ولایتونو ته سفر وکړي، چې نن یک‌شنبه (ډسمبر ۱۹مه) له غرمې وروسته د علي اباد په سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا تښتول شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د دوی د لومړنيو راپورونو له مخې وسله‌والو دغه کسان د کندوز خان‌اباد سیمې ته لېږدولي دي.

د کندوز د والي ویاند وايي، چې د دغو کسانو د خلاصون په موخه هڅې روانې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام