د پاکستان د سند ايالت مرکز کراچۍ او د دې ايالت يو شمېر نورې برخې کې له تېرو دوو ورځو راهيسې شديدې ګرمۍ له امله ۱۳۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له دې جملې نه ۱۳۲ تنه یواځې په کراچۍ ښار کې له منځه تللي دي.
د وژنو دغه شمېرنې د جناح دولتي روغتون له خوا خپرې شوې دي.
ویل کېږي، چې ۸۵ هغه اشخاص چې ګرمۍ ځپلي وو، یا په لاره کې ګرمۍ مړه کړي، یا یې په روغتون کې د درملنې پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
۳۰ مړي په شهید عباسي روغتون کې، ۹ په جنرال لیاري روغتون کې، ۶ د کراچۍ په سول روغتون کې او ۲ هم په پي ټي روغتون کې ثبت شوي دي.
د جناح دولتي روغتون مشر ډاکټر سیمي جمالي وویل، چې په روغتون کې د زیاتې ګرمۍ له امله د ۸۵ مړو جسدونه ثبت شوي دي.
د زیاتو مړو شویو وګړو عمر له ۵۰ کلنو زیات ښودل شوی دی.
ډاکټر جمالي وویل، چې د ۳۳ تنو مړو جسدونه روغتون ته راوړل شوي، خو ۵۵ تنو د بد حالت پر وخت روغتون ته د رسېدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ده د ټولو مړینو علت په دغه ښار کې د سختې ګرمۍ څپې وبللې.
د جناح دولتي روغتون د معلوماتو له مخې ډېر ناروغان یې د بې هوښۍ پر وخت روغتون ته را انتقال کړي، چې اکثره یې زیاتې ګرمۍ وهلي وو او د وینې فشار یې برابر نه و.
اکثرو ناروغانو ډاکټرانو ته ویلي، کله چې کور ته لاړل؛ د زیاتې ګرمۍ له وجې د سا اخیستلو له ستونزې سره مخ شول.
د جناح دولتي روغتون د ډاکټرانو په وینا، تر اوسه په سلګونه د سختې ګرمۍ له وجې ځپل شوي ناروغان په روغتون کې د درملنې لاندې دي.
د روغتيايي بنسټونو د معلوماتو له مخې د یکشنبې په ورځ په شهید عباسي روغتون کې ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د یکشنبې په شپه همدې روغتون ته د ۷ مړو جسدونه وروړل شوي وو.
ویل کېږي، چې په دغو مړو کې ۶ مېرمنې او ۵ کوچنیان هم شامل دي.
د سختې ګرمۍ له امله ۹ تنو په جنرال لیاری روغتون کې، ۶ تنو په سول روغتون کې او ۲ تنو په پي ټي روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په کراچۍ کې د دې اونۍ لومړۍ ورځ د کال تر ټولو ګرمه ورځ ګڼل شوې ده، چې د حرارت درجه په کې ۴۵ ته لوړه شوې وه.
بل پلو د سند په ۳ ولسوالیو جیکب اباد، لاړکانه او سکهر کې په همدې ورځ د حرارت درجه ۴۸ ته لوړه شوې وه، خو د یکشنبې په ورځ ۴۱ ته راښکته شوه.
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې امکان شته، چې په کراچۍ ښار کې د حرارت درجه ۴۴ ته لوړه شي.
بل خوا د کراچۍ ښار په بېلابېلو برخو کې د برېښنا او اوبو نشتوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخکړي او د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، په دې اړه ګن شمېر کسان لارو کوڅو ته راوتلي او پراخ احتجاجونه او مظاهرې يې پيل کړي دي.
په عين حال کې په کراچۍ کې د ايدهي خيريه ټولنې چارواکيو رسنيو ته ويلي، چې د يکشنبې په ورځ ددې ښار په بېلابېلو سيمو کې د اوبو او برېښنا د نشتوالي له امله ددې ادارې سردخانې ته تر ١٣٠ زيات مړي راوړل شوي او دا لړۍ لا دوام لري.
د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د سند د ايالتي حکومت چارواکيو په کراچۍ او د سند په نورو برخو کې د ګرمۍ له له امله په رامنځته شوي ځاني زيان خواشيني ښودلې او د کراچۍ د برېښنا وېشلو ادارې ته يې امر کړى، چې په دې ښار کې دې د برېښنا د پرچاوۍ لړۍ لنډه کړي.
د یادونې ده، چې په کراچۍ ښار کې په ۱۹۳۸ زېږديز کال کې د می میاشتې په ۹ نېټه د حرارت درجه ۴۸ ته لوړه شوې وه.
هېره دې نه وي، چې مړه شوي وګړي، یا خو غریب دي او یا هم په کوچنیو او تنګو کورونو کې اوسېږي، چې د سا اخیستلو لپاره مناسب نه دي.