کتاب؛ سخي او بدیل نه غوښتونکی ملګری!
هغه څه چې له لوستولو وروسته بدیل نهغواړي، تل ګټه در رسوي او تر ټولو ملګرو سخي بلل کېدای شي هغه کتاب دی.
د کتاب لوستل او عمل پرې کول تر ټولو ښه فرهنګ ګڼل کيږي، ځکه د تمدنونو ترمنځ د پول حيثيت لري او ستر ملتونه چې د پرمختګ او تمدن لوړو پوړيو ته رسېدلي یوازنی علت يې کتاب لوستل دی.
خو پهدې وروستیو کې په افغانستان کې خلکو له کتاب سره مینه پیدا کړې او لوستلو سره یې لیوالتیا زیاته شوې ده.
په همدې موخه ایران هېواد هم لیواله شوی، چې له افغانستان سره په دغه برخه کې یوځای کار وکړي.
د یاد هېواد له لوري د کتاب لوی نندارتون د افغانستان په همکارۍ کابل کې د چهارشنبې پر ورځ پرانستل شو.
د دغه نندارتون یو شعار " افغانستانه ولوله! " و.
د دغه نندارتون مسولین وايي، د ایران ۶۰ او د افغانستان ۳۰ خپرندویانو له لوري سلګونه زره کتابونه په دغه نندارتون کې نندارې ته ايښودل شوي دي.
د ایران د فرهنګ او اړیکو څيړنیز سازمان مرستیال قهرمان سلیماني په دغه نندارتون کې وویل، چې افغانستان د ایران فرهنګیانو له پاره عزیزان دي او د دغه نندارتون موخه د دواړو هېوادونو فرهنګي اړیکو پراختیا ده.
په دغه نندارتون کې د ملي وحدت د حکومت اجرايوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کتاب ویلو فرهنګ ته وده ورکوي.
کابل کې د افغانستان ــ ایران د کتاب ګډ نندارتون د ۷ ورځو له پاره جوړیږي؛ په دغه نندارتون کې د سیاست، فلسفې، اقتصاد، انځورګرۍ، لاسي کارونو او خطاطۍ په برخو کې کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.