په کابل کې برید ۴ تنه ووژل او ۴۰ تنه یې ژوبل کړل

د راپورونو له مخې یو ځانمرګي بريدګر، چې په یو سراچه ډوله موټر کې ناست و، د عدلیې وزارت د موټرو تم ځای  ته نږدېځان ته چاودنه ورکړې.

د کابل امنيه قومندان عبدالرحمان رحيمي رسنيو ته ويلي، چې د دغه بريد له امله د يوې ښځې په ګډون ۴ تنه وژل شوي او له ۴۰ تنو زيات ټپيان شوي دي.

تر دې دمه د کره مرګ ژوبلې په اړه امنيتي چارواکو څه نه دي ويلي.

د عدليې وزارت د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه پورت دی، چې د ماليې وزارت سره شاوخوا پنځوس متره واټن لري.

دغه وزارت ته نژدې د رابعه بلخي زيږنتون هم موقعيت لري، چې مشهور هوټل کابل سرينا او سرای شهزاده هم له دغې چاودنې زيات واټن نه لري.

ياده دې وي، چې دغه مهال په کابل ښار کې د دولتي مامورينو د رخصتيدو له امله سخته ګڼه ګوڼه هم وي.

پټه دې پاتې نه وي، چې تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام