د کابل ښار یو شمیر ګرځنده پلورونکي د پولیسو له ناوړه چلنده سخت شکایت کوي او وايي، چې پولیس د پیر او پلور ځای په بدل کې له دوی د نالیکلې هوکړې له مخې پیسې اخلي او دا پیسې په ورځ او یاهم په اونۍ کې اخیستل کیږي.
د کابل ښار کوټې سنګي سیمې یو ګرځنده پلورونکی نعیم وايي، چې پولیسو يې څو ځله د میوې کراچۍ چپه کړې او وهلی يې هم دی.
هغه زیاتوي په وار وار يې پولیسو ورته کراچۍ چپه کړې او د ټوپک په واسطه يې میوې تیت کړي دي.
د کابل ښار یو بل ګرځنده پلورونکی علي وايي، چې پولیسو څو ځله ترې پیسې اخیستي او پروینا، يې د دواړو لورو په توافق پولیس له پلورونکو ونډه اخلي.
هغه زیاته کړه: "له هغه وخته چې پیسې ورکوم زما کراچۍ نه چپه کوي که پیسې ور نه کړم زما کراچۍ له سیمې کډه کوي."
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام وطندار ته وویل، چې هیڅ پولیس له ګرځنده پلورونکو د باج اخیستنې حق نه لري.
صدیقي زیاته کړه، ګرځنده پلورونکي کولی شي د کورنیو چارو وزارت د شکایتونو مرکز سره اړیکه ونیسي او له هغو پولیسو شکایت وکړي، چې پیسې ترې اخلي.
نوموړي وویل، د کورنیو چارو وزارت هغه پولیس چې په ناقانونه کارونو لاس پورې کوي له دندو ګوښه کیږي او هرکله، چې " زموږ وطنوال او ګرځنده پلورنکي له وهلو ټکولو سره مخ کیږي د پولیسو ۱۱۹ شمېرې سره دې اړیکې ونیسي."
خو ډير خلک بیا پولیس چندان ګرم نه بولي او باوري دي پولیس باید په یو ډول په ښار کې د ګرځنده پلورنکو مخه ونیسي.
اقتصاد پوه اذرخش حافظي پلازمینه کې د ګرځنده پلورنکو کاروبار ته په اشارې سره وايي، چې کابل د دومره زیات شمېر ګرځنده پلورونکو ظرفیت نه لري او حکومت باید دغو خلکو ته په نورو برخو کې د کار زمینه برابره کړي.