په چپرهار کې د مسلمیار د کورنۍ په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۸ ټپیان دي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي سلام وطندار ته وویل، بېګاه شپه د ملي امنیت اړوند ۰۲ قطعې د دې ولایت چپرهار ولسوالۍ کې عملیات کړي چې ۹ تنه په‌کې وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

نوموړی وایي، د عملیاتو د موخې او د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

هاخوا سیمه کې ولسي وګړي وایي، وژل شوي او ټپیان ټول ملکيان او د مشرانو جرګې د رییس فضل‌هادي مسلمیار نږدې خپلوان دي.

د مشرانو جرګې د دفتر رییس ضیاالرحمن ضیا رسنیو ته ویلي، وژل شویو او ټپیانو کې د فضل‌هادي مسلمیار کاکاګان او د کورنۍ نور غړي شامل دي.

په‌دې اړه به نور جزیات وروسته خپاره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام