
د ولسمشر د دویم مرستیال رسنیز دفتر وايي، د ولسمشر د دویم مرستیال په مشري د کابینې د قوانینو کمېټې پرون په پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل تایید کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د وګړو د احوالو د ثبت قانون د ځینو برخو تعدیل د ملي احصایې او معلوماتو ادارې له لوري یادې غونډې ته وړاندیز شوی و. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې یاده طرحه د عدلیې وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري جوړه شوې ده.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس احمدجاوېد رسولي په یاده غونډه کې ویلي: «د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره د وګړو د احوالو د ثبت ادارې د یوځای کېدو او په پېژندپاڼو کې د مور نوم زیاتېدو په اړه د ښځو برخې فعالانو غوښتنې ته د مثبت ځواب ویلو له کبله یې دا طرحه جوړه کړې ده.»
د تعدیل دغه طرحه د قوانینو کمېټې د نظریانو له وړاندې کولو وروسته تایید کړې ده.
تر دې مخکې د ښځو برخې یوشمېر فعالانو د «نوم مې چېرته دی؟» کمپاین پیل کړی و او په پېژندپاڼو کې یې د مور نوم د زیاتېدو غوښتنه کړې وه.
د دغه کمپاین له پیل نه پنځه کاله تېرېږي او په پېژندپاڼو کې د مور نوم زیاتولو لپاره د ښځو د همغږۍ لپاره پر ټولنیزو رسنیو ځینې پاڼې هم جوړې شوې دي.
دغه کمپاین لام شو چې په پېژندپاڼو کې د پلار ترڅنګ، د مور نوم هم ور زیات شي، خو نوم به پټ وي او د پېژندپاڼې پر مخ نه لیکل کېږي.
د ښځو برخې فعالانو په وینا، پېژندپاڼه د یوه کس د هویت پېژندلو سند دی او له پېژندپاڼې نه یې لرې کول یا هم نه موجودیت د انساني اصولو او مدني قوانینو له مخې، د منلو نه دی.





