په پکتیا او بلخ کې د سرتېري ورځ ونمانځل شوه

د پکتیا او بلخ زرګونو اوسېدونکيو په یادو ولایتونو کې په ځانګړیو مراسمو سره د امنيتي ځواکونو ورځ ونمانځله.

د پکتیا ولایت قومي مشر جنت‌ خان منګل په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په سوېل ختیځو ولایتونو کې د سر په بیه د خپل هېواد او خلکو دفاع کړې او خلک یې قربانۍ ستايي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې په جګړه کې د شهید شویو سرتېرو ټول حقونه د هغوی کورنیو ته ورکړي.

منګل دغه راز ټینګار وکړ چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کمولو لپاره دې په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ته هلي‌کوپټرې ورکړل شي چې پر خپل وخت اکمالات وکړي.

په همدې حال کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د ۱۰۰۰ وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د کورونو د وېش خبر ورکړ.

نوموړي وویل، یادو کورنیو ته به د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې کورونه ورکړي او ترڅنګ به یې د بچیانو او د کورنۍ نورو غړیو ته د زده‌‌کړو اسانتیاوې هم برابرې کړي.

بله‌خوا د بلخ په مرکز مزارشریف کې هم د سرتېري ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.

سرتېری؛ د پولیس له‌پاره ویښتیا او ځیرتیا لومړی شرط دی

هغه سرتېری، چې ځان یې له وطنه قربان کړ: هېڅ نه لرم

په غبرګو پښو معیوب سرتېری اوس هم د وطن دفاع کوي

یو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو، ښځو او حکومتي چارواکیو په‌دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستایلې.

دا په داسې حال کې ده چې افغانانو تر دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د قطر دفتر د رییس شېرمحمد عباس ستانکزي د هغو څرګندونو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی و چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منحلېدو په اړه یې کړې وې. هېوادوالو په دې غبرګون کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې کې د افغان ځواکونو د ملاتړ او ستایلو په اړه سترې غونډې جوړې او پراخ لاریونونه وکړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام