په پروان کې له ۵کالو وروسته غچ‌اخېستل؛ ۴۰کورنۍ بې‌ځایه کړې

په پروان کې د دوو ځوانانو له ۵کالو وروسته غچ‌اخېستنې ۴۰ کورنۍ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړې.

په ۱۳۹۲لمریز کال کې د پروان د جبل‌السراج ولسوالۍ په ګذرپایین کلي کې د دوو کورنیو د جنګ له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول. خو دا مهال چې له یادې نښتې ۵ کاله تېرېږي د یوې کورنۍ ځوان د غچ‌اخېستلو له‌پاره راپورته شوی‌دی. په‌داسې حال کې چې هماغه مهال د سپين‌ږیرو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دواړو کورنیو ترمنځ دعوې او جنګ پای ته ورسېد.

اوسمهال د دې کلي شاوخوا ۴۰ کورنۍ نورو ځایونو ته د کډه کولو له‌پاره مجبوره شوې.

د ګذرپایین کلي اوسېدونکي وايي، له ډاره خپل کلي ته نه‌شي تللی او له حکومته دې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د پروان محلي چارواکی د دې ستونزې د دایمي حل خبر ورکوي.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار سلام وطندار ته وايي، د بې‌ځایه شویو کورنیو له شکایته وروسته د والي په هدایت د جبل‌السراج ولسوال په مشرۍ یو پلاوی وټاکل شو چې دې ستونزې ته حل راوباسي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام