په پاکستان کې د چین له پانګونې د افغانستان ګټې

تمه ده، چې چین په پاکستان کې ۴۶ میلیارډه امریکايي ډالره پانګوونه وکړي، چې د دې پانګونې ډېره برخه د چین او پاکستان د اقتصادي لارو جوړېدو ته ځانګړې شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژيکو مطالعاتو مرکز رییس فرامرزتمنا وایي، افغانستان، پاکستان او چین یو بل سره لکه د هندسي مثلث شکل لري.

د فرامرز تمنا په وينا، پاکستان کې د چین هر ډول پانګونه د افغانستان پرامنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو مخامخ مثبت اغیز لرلی شي.

تمنا سلام وطندارته وویل، چې د چین او پاکستان اړیکې پياوړي کېدل افغانستان ته د ا چانس برابروي، چې د چین له لارې پر پاکستان فشار راوړي.

نوموړي زیاته کړه، په هره اندازه، چې د چین او پاکستان اړیکې قوي شي په همغه اندازه افغان حکومت کولای شي د چین له نفوذ څخه په ګټې اخیستنې پر پاکستان فشار راوړي.

خو تمنا دا هم وویل، په پاکستان کې د چین له پانګونې څخه به ځينې پېسې د مخالفو وسله والو جیبونو ته لاړې شي، چې دا به خپله وخت په ډاګه کړي.

فرامرز تمنا په سیمه کې د هرډول اقتصادي اړیکو پراخېدل د افغانستان په ګټه بولي.

نوموړی وایي، د پاکستان په شمالي برخه کې د چین پانګونې ښايي افغانستان ته د ترهګرو مخنیوی هم وکړي، ځکه په شمالي برخوکې ډېر وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي او د ده په وینا دا چاره به افغانستان په منځ مهاله کې د امنيت او سولې څښتن کړي.

خو داقتصادي مسایلو کارپوه محب شریف وایي، چې په پاکستان کې د چین پانګونې افغانستان ته یواځې اقتصادي ګټې لري.

شریف وویل، پخوا چې کوم سوداګریز توکي افغان سوداګرو له چین څخه راوړل اوس په کم وخت او کم لګښت سره د پاکستان له بندرونو ترلاسه کېدلی شي.

د شریف په وينا د چين له خوا دغه اقتصادي پروژه به د پاکستان پر امنيت مثبت اغېز وکړي، خو د افغانستان امنيت ته يې ګټه نه شي رسېدلی.

پاکستان هیواد ته د چین هیواد ولسمشر په خپل ۲ ورځني سفر کې د هغه هېواد سره بېلا بېلې اقتصادي پروژې لاسلیک کړې.

د چين ولسمشر درې میاشتې وړاندې پاکستان ته د رسمي سفر پلان درلود، خو په چين کې د سياسي ګوندونو لاريونونو له کبله يې سفر و ځنډېد.

اخوا د دغه اقتصادي پروژې په اړه د پښتونخوا ملتپاله سیاسي ګوندونه کلک مخالفت څرګندوي او زیاتوي، چې له دې پروژې یواځې د هغه هېواد پنجاب ایالت ته ګټه ورکول کيږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام