د کندوز ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست په ټولنيزو شبکو کې د دې ولايت د اوسېدونکيو د سلګونو کسانو شخصي اطلاعات خپاره کړي دي.
د هغو کسانو نوملړ چې کندوز ولايت کې يې پاسپورټونه اخيستي، د دوی د پاسپورټ نمبر، نوم، تخلص، د پلار نوم، د نيکه نوم او د دوی د ولايت ادرسونه يې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي.
د کندوز ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رييس اخترمحمد اختر سلاموطندار ته وايي، د خلکو شخصي معلومات يې د بهترو او په خپل وخت د خدماتو د وړاندې کولو لپاره خپاره کړي دي.
د نوموړي په وينا، د کندوز اوسېدونکي کولای شي د يادو معلوماتو له مخې په ټاکل شوې ورځ خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.
خو د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي سلاموطندار ته وايي، هره هغه کړنه چې د کندوز ولايت اوسېدونکيو ته ستونزه جوړوي، مخه يې نيول کېږي.
د کندوز اوسېدونکي د خپلو شخصي معلوماتو د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست مسوولان نه بايد په ټولنيزو شبکو کې د خلکو شخصي معلومات خپاره کړي.
د دوی په باور په ټولنيزو رسنيو کې د دوی د شخصي معلوماتو خپرېدل د دې سبب کېږي چې ترهګرې ډلې او وسلهوال غله په اسانۍ سره د دوی معلومات پيدا او هغوی وځوروي.