د نورستان ولایت له وانټ وایګل ولسوالۍ څخه لاسته راغلي راپورونه وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې دوه انجونې چې د ځانمرګي برید له پاره چمتو شوې وې، موخې ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوې دي.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د نورستان ولایت په یاده ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
پرون سهار(اګسټ۱۴مه) وسله والو طالبانو د نورستان ولایت پر وانت وایګل ولسوالۍ ډله ییز بریدونه کړي وو، چې حکومتي ځواکونو پر شاتمبولي وو.
اعلامیه کې راغلي، چې په دغه جګړه کې پر وسله والو طالبانو هوايي او ځمکني ګوزارونه شوي، چې په پایله کې یې یاده مرګ، ژوبله وسله والو ته اړولې ده.
بل پلو تېره ورځ ناوخته د نورستان امنیه قوماندان اکرام الدین سریع سلام وطندار ته ویلي وو، چې په دغه جګړه کې ۳حکومتي عسکر وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي او همدا راز د وانت وایګل ولسوالۍ نږدې ټولې پوستې او مرکز د دوی په ولکه کې دي.
همدا راز د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکټر احسان الله فضلي تېره ورځ ناوخته سلام وطندار ته وویل، چې د نورستان له جګړې د کونړ مرکزي روغتون او د ماڼوګي ولسوالۍ سیمه ییز روغتون ته ټولټال ۲۹ ټپیان ور وړل شوي، خو په دې اړه یې له ډېرو مالوماتو ورکولو ډډه کوله.
له بل پلوه وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دعوه کړې، چې په دغه ولسوالۍ کې یې ۱۱ پوستې، ۳ رنجرموټرې او یو شمېر وسلې نیولې دي.
د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد په دغه پیغام کې د ۱۵ حکومتي عسکرو د وژلو دعوه کړې او د خپلو پنځو ملګرو ټپي کېدل یې هم منلي دي.